(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اى زما وطنه!

اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا هره دره كې دي د تورو نښانې زما زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يې ته مې د غيرت او د پښتو رنګيني جوړه يې ته مې د نيكه او د بابا د وينې جوړه يې ستا زړه كې ويدې دي ټولې تللې زمانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما سترګې مې لوګۍ شه ستا د خاورو د كورونو نه عقل مې ايرې شته ستا دپاره د فكرونو نه ځار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه ستا هره دره كې دي د تورو نښانې ما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه كړمه ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه كړمه ستا سر چې وي ټيټ، نو به زه شان او شوكت څه كړمه مسته به دې خاوره كړم په وينې مستانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما يا خو به دې سيال كړمه وطنه د جهان يا به ستا په پښو كې تورې خاورې كړمه ځان زه به دړې وړې شم خو تا به كړم ودان نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما

The Great Ghani Khan -
بېرته شاته