(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعندلیب شعرونه

عندليب دير پښتونخوا

کله څنګه کله څنګه

عندلیب -دیر پښتونخوا
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده

چې په نیمه شپه کې راشي
د زړه کلی مې ځلیږي
د هستۍ د سیند د پاڅه
د سپوږمۍ رڼا خوریږي
پکې سیند وبایلي رنګ
لکه سپین شیوده بهیږي
روح مې لاړو جنتي شو
د وصال رنګینه شپه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
-
زما نه وه زما نه ده
دا دنیا دې د دنیا شي
وایه څه به ترینه کم شي
که زما جانان زما شي
چې يې نوم په شږو لیکم
نو وریځې په ژړا شي
زه د ښار د شوره لاړم
په صحرا کې مې خیمه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
-
ددې بڼ مرغۍ نشه دي
ددې بڼ مرغۍ پرکالې
جوړوي د دنګو ونو
د میوو په خواکې ژالې
پرې د کاڼو باران جوړ کړي
راشي وږې کلیوالې
د هر ګل سره ازغی دی
د هر دام سره دانه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
-
یاره ښه سپیره وختونه
د هجران د تورو شپو دي
چې چیچې مې هم سکونډي مې
تیرې څوکې د ازغو دي
مسامونه د ویښتو دي
کنه سوړې د میږو دي
په سینه کې مې ځاي کړې
د دردونو قافله ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده
-
یو مې چل د لامبو نه زده
بل مې ځاي کشتۍ کې نشته
د خندا هنر مې هیر شو
که مې زور سلګۍ کې نشته
یا د شوم ساقي میلمه یم
یا مې خوند رندۍ کې نشته
عندلیبه ژوندون څه دی
خو د خیر او شر قیصه ده
د توبې نه مې توبه ده
د توبې نه مې توبه ده

---
ریاض 
17-7-2012

شونټۍ
مينه خو ونه د شيشو وي پکې سيورے نه وي
دلته د اوښکو او خولو يارانه نوې نه ده
هلته خليل وو دلته زه يم اخوا ته سوزيږې
چې د جذبو او د لمبو يارانه نوې نه ده
---------
واک دې په شړق شي هر يو ښه څيز يې په ځان شي پيرزو
په ښه تخليق باندې لاسونه د معمار  پريکوي
زه د شليدلو ګريوانونو په غلا پوهه يمه
محبوبې! ستا له تورو زلفو نه به تار پريکوي
-------
زه مې د ذات د صحرا  نمر کې سيوري نه لټووم
زه په روژه باندې مين يم په اختر نه يمه
زه د ژوندون د سمندر وړوکے څاڅکے يمه
زه د مرمرو د قبرونو منجور نه يمه
---------
قام ته که چغې وهم چغې مې سرونه بايلي
غره ته چې غږ کړم نو د غږ جواب ضرور راکوي
زه د نړۍ د منصفانو انصاف پيژنمه
ماته زما د برخې ګل په وينو سور راکوي
--------------------
ادم يواځې د مذهب له خوږو نه دے خبر
دي مذهبونه هم د عشق د مذهب منونکي
څوک چې پوهيږي ورته ښکاري عندليبه تمام
دا ونې کاڼي دريابونه هم د رب منونکي

لیتکي
-------
چې د څڅوبي د ټک ټک په ساز له خوده وځم
بیا به دې کلي ته په ګڼ باران کې نه درځمه
زه لکه مست ملنګ مسین کچکول په غاړه لرم
زه ګدا نه یم خو سیقه د خان کې نه درځمه
---------------
هر چاته ګورم د مرګونو تاریخونه لولم
چې دا خازې دي د قبرونو که تندي زمونږه؟
د فرشتو د کورنۍ په خلکو بد مه وايئ
دوي ته لا زده نه دي قدرونه انساني زمونږه
------------
ژوند رانه تیر شو د ګمان او د یقین په منځ کې
په سره سپرلي کې د سپرلي خواهش وژلی یمه
زه یم چې شور د وچې پاڼې کې مې سوز لټوه
زه د هر ګل سره په څنګ کې رژیدلی یمه
---
د سرمايې نظام وبا د شمکورۍ راوړې
جیب مې رنګونه د زړګي همه پنا ساتلي
زه يې پکار یم خو پکار يې زما فکر نه دی
نوي بدلون راله دردونه بې دوا ساتلي
----
زه ډیوه نه ساتم چې مرګ د پتنګ نه شم لیدی
دادي بلها اوراورکي مې په بوتل کې ایښي
په تورو ټکو کې دې سپین مخ لټووم عندلیب
ګلونه نه ما دې خوبونه په وربل کې ایښي
--
9/7/2012
ریاض

کرښې
نظم

عندلیب دیر پښتونخوا
دریابونه چې پخپله تږې ګرځي
د صحرا تنده به چاته دلته ژاړو
دا ازغي رانه د سیلمه مرور دي
داچې دواړه د ګل خواته دلته ژاړو
------------------------------
--
هر سړی د سود او زیان د بند بندي شه
د دیوال او د ځنځیر کیسه زړه شوه
اوس د زر او زور کیسې کوه دلبره
اوس د خوب او د تعبیر کیسه زړه شوه
-------------------------
د سمون هڅه مې یو زاهد ونکړه
د خطا وجود مې هرچاته ښکاره دی
زه پخپله په ځان نه رسم چې څه یم
زه مجذوب یمه او زړه مې اواره دی
-------------------------
لباسي مفلسي مه ژاړه نادانه
چې فکري شي نو په کاڼو د ویشتو ده
زه به هسې د بقا خوبونه وینم
چې دا لاره د راتلو نه ده د تلو ده
------------------------------
-----
عندلیب درته په لاره کې ولاړ یم
په یو لاس کې مې ګلاب بل کې ډیوه ده
ماچې وژنې توره مه راوړه نادانه
بس یوه ترخه خبره دې پوره ده

 

-
بېرته شاته