(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غـنـم لـو

 

   (آزاده منظومه)

نن چې غنم لو ېږي،د غنم لو موســم دی

ما ته یـــــادېږي هغه تېروختونه

د کوچنیتوب تنکي ـ تنکي یادونه

- ما به په سرد درمند

                  د نقره یي وږو له پاسه

د لمرګرمواو زري وړانګو کې

درمې کــولې د قـــفس له پـاره

-پدې موسم کې به چـغکو زېږول بچوڼـي

اودمینا بــچي به لوړ چنارنه ما کوزول

څومره په خوند به مې سا تل دا دې  درمو کپس کې

وه دروازه یې د درمو کله ګردۍ ــ کله چارکونجه ښکلې

ښکلی چیوس به دې بچو کوه زماپه وړانـــدې

نازک،نـــــازکه یې ژیړـ ژیړ خاره ګـــي ...

چی رپول به یې تنکي وزرونه ښکلي ـ ښکلي

لکه د دوه مینو زړونه د دیدن په وخــــت کې

زه پوهیدم چی تـــلوسې یې پارېدلي د خوراک له پاره

مابه په خوله کې ورکولې کچۍ...

اخ ! د ژوندون هـــــغه خواږه یادونـــــه

هاغه سپېڅلې مینې هغه لومړي وختونه

                        ٭  ٭  ٭

نن هم غنم لو ېږي ، دغنم لوموسم دی

نه درمند ځای او نه غوبـــلونه شته دي

نه له ژوندون څخه خونـدونه شتــه دي

هلته وو درمند او غوبلونه کیدل

ؤبــه حشــراوديــدنـــونه کــېدل

هلته د کلي ټول غـــــوایی ، به تاویدل په درمنــد

د جایجایې خواکې به تـلـل د زنځیر خپور په شکل

هلته به سیوري دنیالګیو لاندې ګرم شمال خوږ لګـېده 

مـــــــوږبه د سیــــن ســــړو اوبو نه مــــنګــوټي ډکول

سړواوبوکې به مینځل موږ زردآلــــــو او تـــوتان ...

او وار په وار به موغوبل تا وا ؤ

زموږ د بلبلې او مینا بچــــوبه ،

                 د جایجایي په شا ډوپۍ وهلې .

                     ٭  ٭  ٭

نن چی غنم لو ېږي،،دغنم لـوموسـم دی؟!

دلته تریــــشل په خوله کې وږي نېسي

لکه نهارښامار یې ځان ته کاږي

نه شته ، غوبل ، نه درمندونه وینم

نه د ژوندون څخه خونـــدونه وینم

احساس بوډا- بوډا دی

 اوس د چغکو په ځای ،

     راته چغـیږي ګلالي ماشومان

ژیړې زبېښلې څېرې شونډې رپۍ !

له ما نه غواړي دانې،داسې دانې چې کالوري ولري

خو زه یې تش ور ډکومه ګیډه

        هغه هم کله ـ کله

زه یې د سترګــــــو آینــوکی ناهـــیلۍ وینمه

لکه دمات زړه په آینو کې له نفرت نه لیکې

   د سیوري خوند نشته ،

 ـ اوبه ترخې ـ ترخې دي 

اخ ! د ژوندون هغه خواږه یادونه :

          اوړی را اوړی می په زړه یوازې

          اوړی را اوړی می په زړه یوازې

                  شینه ـ کابل

 

پوهنیار دگروال ظــفـرخـان "اهـتمام"

   دنظامی عالی کالـج استاد

-
بېرته شاته