(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوى غني فلسفی شعرونه

ښاغلي ايمل خان ليکلي: لوى غني ، شاعر، مجسمه جوړوونكى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، لېونی فلسفی شعرونه دلته وړ اندې کوو ، د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څوک څه ناڅه ځان پوهول غواړی نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو.راځۍ چه ېو کوشش وکو� �

ما ليدلي محلونه د لندن دي جينكۍ مستې ازادې ګلبدن دي ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلې په كردار ګفتار خوږې لكه بلبلې ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو خو چې ووينم زه خپل د خټو كور رانه هېر شي محلونه ښايسته نور دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كلي ورته څه دي د دنيا ښارونه ښكلي چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي =============== د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ كړلو محل دې ټول خرګي جان ورته حيران حيران كتل قالين مې په كې خور كړ، د سرو پاڼو د ګلاب اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم په خوا كې مې دلبره وه، موسكۍ سترګې پُر نم =============== چې خمار مستي ترې وځي شراب ښې ترخې اوبه وي چې سرور غرور يې نه وي دا ژوندون، ژوندون د څه وي چې په ژوند كې سخته نه وي لكه بې مالګې طعام چې په خوله كې خندا نه وي لكه ډك د خاورو جام ژوند كه تل فرني څټل وي دا خو سپى هم شي څټلاى كه تش نسل زياتول وي دا غويي هم شي كولاى ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى نه ډېرى د سرو لالونو نه ياران، نه معشوقې دى نه باغونه د ګلونو. =============== ژوند خو تله دى يو په مخه غورځېدل او پاڅېدل دي ټكى سوز او ټكى ساز دى څه خندل دي، څه ژړل دي =============== بابا ته ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره كله خاندم، كله ژاړم، لېونى يم اى زما په بند كې پروت غريبه پلاره نه، نه ته نه يې غريب ډېر لوى يې اوچت يې مصيبت هم ستا عزت دى عزت داره خداى به رحم و په تا باندې لږ كړى بل ښه زوى به يې و كتلى ستا دپاره چې تا كې كوم جوهر دى ما كې نه شته ستا نېكي زما بدي دواړه بېشماره ته سلار يې د كاروان په نېغه لار ځې زه كوږ ځغلم لكه اوښه بې مهاره ستا د زړه فوارې ډكې د مينې زما زړه دى وچ كوهى نه لري داره وهم منډې تا پسې خو ته هم ليرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نه شته كه په منډو منډو مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره =============== دسيند دسپينوشګونه مې جوړكړلومحل دى ټول خرګى جهان ورته حيران حيران كتل قالين مي په كښې خوركړودسروپاڼودګلاب اوچت ئې ديوالونه ووسازونودرباب بيا رنګ مي ورله وركړودخوبونودشباب هرګل مې ورله راوستو ماليارمې كړو بلبل دے ټول خرګى جهان ورته حيران حيران كتل نرګس مې په غيږراوړهم ميلمه مې كړو رامبيل دڅانګودشبنم نه مې ښايسته جوړكړو اميل نسيم په خنداراوړل زيړګلونه دچامبيل شراب مې ورله وركړل بيا داوښكودبلبل دې ټول خرګې جهان ورته حيران حيران كتل يوازې زه بادشاه ومه په سرمې تاج دغم په خواكښې مې دلبره وه مسكۍ سترګې پرنم په غاړه ئې اميل ښايسته دڅاڅكودشبنم ماشومه نازنينه پاكه ښكلى لكه ګل دې ټول خرګې جهان ورته حيران حيران كتل

The Great Ghani Khan -
بېرته شاته