(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال خټک غزله

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ
دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا
په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني
هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا
دوه مين که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا
تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي
که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا
څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه
ما به هم په هومره داغه مبتلا کا
همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي
چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا
په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله!
په خاطر به دې د اور لمبې والا کا

غزل
که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک
واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک
چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي
نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې
ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک
د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک
ته پخپله راته ووايې چې وايه!
ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک
ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپينگ خوله خوشال ته ورکړه
ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک

غزل
مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک
لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې
د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک
چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک
په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې
په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک
لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم
چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک

غزل
زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم
خرابات لره په هيلــــــــه د شـــــــــــــراب ځم
د ساقي د لاسه مــــــــى چې تتــــــــاول كړم
بيا په بيارته به بېخوده مست خـــراب ځم
د ساقـــي د مــخ جذبــــــــه مې مــخ ته بـولي
چې دا هسې ميكــــــــدې ته په ترتــاب ځم
درد د درد مـې يـــې له خمـه دى نوشــــلى
اوس په هيـله په اميـــــــــد د مى نــاب ځم
چې مې نه شي بله يو سر بل سر ستــــــــرگې
له جهــــــــــانه مخ پوښــــلى په نقــــاب ځم
له دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د دې سيند دپاسه زه لكه حبـــــــــــاب ځم
خوب وخور مې له خاطره فرامــــــــوش دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
د محبــــــوبې د جمــــال شغلـــې اتـــــش دي
زه خوشحــال يې له ليدلو زړه كباب ځــــــم

غزل
بيا رباب د مغني ښه سرايت کا
په نغمه کې نوی نوی حکايت کا
شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم
د بهار ګلونه ماته هدايت کا
ګدايانو لره غم د ګېډې ډېر دی
بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا
د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟
په جفا کې چې دا هومره عنايت کا
په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شم
لکه څوک چې له شکر و شکايت کا
دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی
له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا
په دا شهر کې څرګند شراب خرڅيږي
محتسب د باده نوشو رعايت کا
که د ښکليو د ديدن مينه ګناه ده
سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا

غزل
زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی
له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه
چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې
په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو
هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه
چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم
له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې
د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
زه خوشال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه

غزل
څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته
د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا
چې په سيل د بهار راسره يار شته
چې له ياره سره مست، د ګلو ګشت کړم
محتسب که رانژدې شي پيزار شته
شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري
چې رباب او سريندې غوندې غمخوار شته
نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه
نه زما له پارساييې سره کار شته
ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته
ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله!
لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېز ګار شته
ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې
لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته
چې په هر پياله عقل له ما زدويي
د ساقي منت راباندې په بار بار شته
د ګلونو په موسم کې خوار هغه دی
چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته
نن هغه شاه جهان د زمانې دی
چې دسته يې د ګلونو په دستار شته
چې نا اهل په غفلت ورباندې نه ځي
ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته
د بهار زېبا ګلونه سوداګر دي
لخلخه به ځنې پيري چې خريدار شته
نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته

غزل
ما د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد ننگ كړ
ښه خو دا چې خداى دى هم زمــــــــا په رنـگ كړ
هغه وخت چې را په ياد شي ډېر خوشحـــال شم
چې به ما درته دعـــــــــــا كړه ، تا به جنــــــگ كړ
زمــا زړه يې په قــــــــلاب د زلفـــــــــــــــــــو يووړ
ورســــــــــــره يې اوده كړى په پالنــــــــــــــــــگ كړ
كه ژوندى نه شي له مرگــــه ، عمر يې شوم دى
چــــې په خــــــاك يـــــې د پايلو باندې شرنـــگ كړ
كښـــــــــلى مـــخ يــــې لكـــــــــه څراغ هسې بليــــږي
خوار عاشق يې په دا څراغ باندې پتنــــگ كړ
ملنگــــــــــــان يـــې د دربار درويــــــزه مومـــــــــــي
ما هم ځكه ځان د يار د ور ملنـــــــــــــــــــــگ كړ
ته له ځايــــــــــه هسې نه وې دا څه حــــــال دى؟
چـــې په ما باندې دې زړه دا هسـې سنگ كړ

زیار د الحاج فضل عندلیب

زما شعر
سترګو خوړلی نه دی
دار ته ختلی نه دی
دلته د زور مه وایه
دا هاغه کلی نه دی
سر مې بایللی دی خو
غر مې بایللی نه دی
ښاخ ته مې شپه کړیده
ښاخ مې څنډلی نه دی
چرته داغلی دی چا
هسې دا غلی نه دی
زما نظر دی ښکلی
یار دومره ښکلی نه دی
مونږه کرلی فصل
مونږه ریبلی نه دی
زړه يې ورځي په چکر
عندلیب تلی نه دی

زما یو پخوانی غزل
دا چې په زړه کې مې د زړه د درد داستان پاتې شه
په دې خبره رانه فکر د کاروان پاتې شه
بیا خو په کاڼو د ویشتو یم چې مې پرینګدوئ
که په ژوندون کې رانه فکر د جانان پاتې شه
تا راته وکتل خو هیڅ دې راته اونويئل
سترګې مې دم شوې خو په زړه کې مې ارمان پاتې شه
په خوې ميېئن راله سرو ډزو کې راورسیده
په مخ ميئن مې په څو څاڅکو د باران پاتې شه
د مستۍ سیند ته مې د حسن سپوږمۍ کوزه کړله
په توره شپه کې مې د زړه کلی روښان پاتې شه
زه د ساقي په مرګ خفه یم خو په تا څه وشو؟
شیخه بیخي درنه په نیمه کې اذان پاتې شه
زړه بوراګی چې مې رنګینې لولکۍ یوړلو
ګل ګیله وکړه او سپرلی راته حیران پاتې شه
د او لاد غم يې د سینګار مزو ته چرته پریګدي
د لیونۍ نه بیا په بوسو کې پیزوان پاتې شه
یواځې ته خو عندلیبه غمزپلی نه يې
دلته لا څوک دی چې په غاړه يې ګریوان پاتې شه‬

-
بېرته شاته