(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارمان دی

بیا راته رایادې شوې د ژوند زړې کیسې
باران دې باران دې باران دې
بیا په بیرته راغلې هغه تلې ورځې شپې
ارمان دې ارمان دې ارمان دې
داسې راته یاد دې چې باران به واریدو
کور زمونږ د خاورو ځاې په ځاې به څاڅیدو
مونږه به ورانې کوو بابا به قاریدو
مور به پخوالې ګرمې ګرمې پراټې
ارمان دې
مور به پراټو سره پیراوې راکول
مونږ به خویندو روڼو په مزه مزه خواړل
وخت به په رو رو باندې رنګونه بدلول
عمر له وړوکې وې انسان نه لویدې
ارمان دې
بیا راباندې راغللو موسم د نوبهار
یا به د سیند غاړه وه او یا د مرغو ښکار
ګرم به مجلس وو د منګې او د ستار
تیرې شوالې څنګه قسما قیسم مرحلې
ارمان دې
اوس مې ږیره سپینه ده واتلې ټیټه ملا
اوس مې خلک بولې په بوډا او په بابا
اوس شومه صابره د عالمو د خنده
اوس مرګې ته پاتې ډیرې لنډې فاصلې
ارمان دې

-
بېرته شاته