(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترابی شعرونه تازه شول

وائ پۀ ما داسې دَ قار لمبې دې بلې ولې
زما دَ زړۀ حال پۀ تندې باندې نه لولې ولې

چا چې انصاف چاسره چرته کښې هم کړے نۀ دے
هغه اخلاص مې دَ انصاف پۀ تله تلې ولې

چې ئې حيا ته دَ حيا څادر پۀ سر واچوؤ
شرم پۀ مخ به ئې دَ شرم اېرې نولې ولې

چا چې وشتم به نو هغوئ ئې منعَ کړي مدام
حېران يم اوس مې دا هغوئ پۀ کاڼو ولې ولې

اوس درنه وار و پار خطا دي چرته لاره ګورې
تا شوکولي دَ پرَدي پټې غندلې ولې

تا کۀ لږ خيال دَ بل دَ غم چرته ساتلے وے نو
تا به دَ غمه اوس مروړلې دا منګولې ولې

کۀ زۀ تواب لږ خبر کړے ستا دَ نيت نه وے چا
ما بې منزله به کولے دا مزلې ولې

٢٣/١٢/٢٠١٢ _ خپل کلے

غزل

لاس به پۀ ځان باندې دي بر نۀ وي
ځکه پۀ ما چې ستا باور نۀ وي
بې دَ پنجرې نه به محفوظ شي چرته
هغه مرغۍ چې ئې وزر نۀ وي
کور ورته هېڅ څوک هم ويلے نۀ شي
پۀ کوم يو کور باندې چې ور نۀ وي
ستا چې خورې دې دَ ظلمونو تيارې
څوک وئ چې شپې پسې سحر نۀ وي
چې دَ اخلاق دَ دائرې بهر شي
بيا پۀ خبرو کښې اثر نۀ وي
طمعَ ئې هسې ماله خوند راکوي
ښۀ يم خبر ګل دَ انځر نۀ وي
يار به تپوس له ئې راغلے ؤ خو
حال دَ تواب نۀ به خبر نۀ وي
Tawab Turabi

 

-
بېرته شاته