(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ویل چې د ګلونو ښار به وران شي؟

چا ویل چې د جنت حورې به وزانګي د اور په تنابونو
په پستو ګلابي شونډو
په ريښمینو نرمو پښو؟
چا ویل د قاف د غره دیوان به راشي؟
د وحشت د عقیدې له اباسینه
او زمونږ د ارمانونو د جنت ناوې به تاوه کړي
د خپلو هوسونو د زهرونو د شپو جام کې؟
چاویل زما د مینې په کابل کې به یزید راژوندی کیږي
جوړوي به د ګلونو له سرونو درمندو نه
نړوي به د ښکلا د عواطفو محلونه؟؟
چا ویل یو چنګیزي شمال به بیا له پورته راشي
د مینو د ګلپاڼو په رنګونو
د ملالو د غیرت په میوندونو
او د ګلو ښار به بیا له سره وران شي
د وحشت په ځناورو او دیوانو
او په خپلو چنګیزیانو یزیدانو؟؟؟؟؟

-
بېرته شاته