(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوښتنه مکړه

تاته چــاویـل دزړه ســره دسبا پوښتـنه مکړه

په  دنیاتوراوسپین کــې دصــفا پــوښتنه مکړه

ژوندلټون ده په ګرداب هغه ښکلومــرغلروته

چې غوټې نشي وهی د دُرومرجاپوښتنه مکړه   

په لاس ګرځوه ډیوه هره خواهتوروتیاروپسې  

که غورځې هرځای پاڅه ســـتړیاپـوښتنه مکړه

زړه مه تړه په کولال په کلال وپه ملال باندې

فانوسنه چه سرنې ښیښه شته درڼاپوښتنه مکړه

مــیــنه ده آســـانــه مئـین بـــه چــېرته شي پیدا

چه په عشق نشـــې مجنون دلیلاپـوښتــنه مکړه

جوړهکړی سپوږمۍ آسمان په زړه کې ده ښکلا    

دلمراخله احسان له ډبرې دځـــلا پوښتنه مکړه

په هره جامه چې شي سرګند نه ئي عملِ دقرآن

لــه هــنــدو ګـبـروترسا دمصلا پوښتنه مکــړه

بشرپالوڅنګه نــوم ده وېــستلــی دبشــرپه نامه

لــه صـبـور دمـکارتورمخونارواپوښتنه مکړه

انجنیر عبدالصبور ساپی

-
بېرته شاته