(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هسې

تا وې زړه کې مې خبرې
ما وې څه دي راته وايه
په موسکا دې وې چې هسې
ما وې هسې دې قربان شم
په دې هسې کې دې څه دي ؟
څه خواږه دي که تراخه دي؟
دا ګلونه که اوبه دي ؟
وايه څه دې چې په زړه دي
تا وې نه نه هېڅ هم نه شته
نه خواږه شته نه تراخه شته
نه ګلونه نه اوبه شته
خو بس هسې يو څه شته دي
نه پوهېږم چې دا څه دي
په دې زړه کې مې پراته دي
څه دردونه دي خواږه دي
کله لږ شي کله ډېر شي
لاس تر غاړې مې چاپېر شي
راياديږي راياديږي
نه هيريږي نه به هېر شي
ما وې يا شومې بخيلې
ننواتې درلېږمه
خپلې ماتې ګوډې هيلې
دا خواږه خواږه دردونه
پاڅه ټول راسره نيم کړه
نيم به ستا نيم به زما شي
دا په تول راسره نيم کړه
تا وې نه کيږي شاعره
ما وې ولې ولې ولې ؟
تا وې هسې هسې هسې
ما وې هسې دې قربان شم
تا وې ولې ولې ولې
ما وې هسې هسې هسې

Pir Mohammad Karwan
خوست توره وړۍ

-
بېرته شاته