(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سینوکې تاریخ/اریـن

په سینوکې تاریخ

لــــه تاریخ نه پښــــتانه مخکې پیدادي

پــــه سینوکې یې تاریخ نـه اشمل نشته

که دشعــر له شمولیت نه کړې پوښتنه

د (رحمان بابا)لـــــه شعـرنه اکمل نشته

که په خیال او په تشبه پوسې روان یې

(حمید بابا) نـه بل څوک اجمل نشتهتـر

دتــاریــخ پــاڼې چې اړوې پــــو هیږې

له(احمد شاه بابا)نه بل څـوک انبل نشته

کــــه دتـــورې او د ډال خــبرې راشې

ترخوشحال خټک نه بل څوک اتل نشته

چی دښمن تــــه پښتونخوا کانـدې مباحه

ترهـــغه څخه بیا بل څـوک ارزل نشته

دې دنیا لپاره دین دنیا چې خــرڅ کــړي

بیا هـــغه انسان نـه بل څوک اسفل نشته

کـــه دښمن یې دوطن په خـاوره ګرځې

ترهـــغه سړینه بــل  څوک ارمـل نشته

چی پــــه ږبه او کلتور یی تـیری کیږی

له هـــغه پښتون نه بل څوک اهبل نشته

له خپل پت سره چې بل ته شې سرټیټې

داسې ځوان څخه بیابل ځوان پاګل نشته

چې له ځان څخه ټول عمربل ښه بـولې

روستي عمرکې یې هیڅ وخت اول نشته

دنیـــالاړه تــرســپوږمۍ وتــرمـــریـخه

خـــوپــرځمکه تـر پښتون نـه ټمبل نشته

انګریزانـــــوپـــه نــرې لین پـرې کړې

راچارپیر تــر (پاچاخان) و(ایمل )نشته

داتېرې چی په پښتون باندی نن ښکارې

(علی خانه)پــــه څــاروُو دایـرغــل نشته


اریـن

کـه پـه لـوړاکې شـم عـنقا خـپې دراین ښکلوم
زه یې پښتو بـانـدې مین یم پـرې مـیـن ښکلوم
چې پښتانه ادیبان هـرځای پـرې ویاړنـه کوي
لـــوړه شـمله د پـښتـنو ښــکلی پـیشـن ښـکلوم
دلاله پـټه خـوله کې پـټه ښـایـســته پـــښــتوچې
نـن په ګلشن کې راڅـپړیـږي زه ګلشن ښکلوم 
چې ګڼه ګوڼه یې په غـرود پښتونخواکې اورم
دپښتني غـږ پـه اړونـدې یـې هـرچـمن ښکلوم
چې دپښتوږبې ارما نونه یې په زړه کې یوړل
ورځم به قبرته سپین مـخ یې ارمـانجـن ښکلوم
دګـلـو پــاڼـوکـې پـښـتوراتــه لــیکـلې ښکاري
چې هـریـوګل یې بـویـوم ډیرنـسترن ښـلکلوم
قــلم پـه ګـوتـوکـې پښتوسره یې شپې سباکـړې
نـن یـې ویـده قلم په کورکې یې غمجن ښکلوم
دبـې غـیرتـه پـښـتــنو مـخـونـه تـل ککـــړوي
زه(علي خان) له ننګه ډک مـخ د پتمن ښکلوم

لیکوال: علي خان ساپي.

-
بېرته شاته