(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هر يو مضمون داسې شي

ډک چې وي له مينې دَ ده هر يو مضمون داسې شي
دا زما ارمان دی چې به کله پښتون داسې شي

څوک دَ بل په لمسه چې دََ خپل قام تباهي کوي
مرګ ترېنه بهتر ګڼم زما چې ژوندون داسې شي

لور باندې خفګان او په زامنو خوشحالي کيږي
څنګ به نه ورانيږي په دُنيا چې زيګون داسې شي

ما به ئې دَ خوا نه يو قدم اخستی هم نه وی
زه که وی خبر چې به اشناپه بېلتون داسې شي

خلق چې مثال دَ ښه کردار دَ پښتنو ورکړي
خوښ به دَ هر چا وي چرته راکه بدلون داسې شي

ظلم او زياتی دَ حد نه زيات هم پرې اثر نه کړي
خپل مقصد حاصل کړي خو چې کله مجنون داسې شي

زړه چې له انسانه زما څوک هم تورَوي په کښې
زه تواب ويم وران ښه دی چې کوم پوهنتون داسې شي

-
بېرته شاته