(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

 تورچپنې ډاکټران

د دنیا تور بزنیس مینان  یې پرېښي افغانستان ته

افغانان ټال مټالوي  هره یوه ډله لاره چپه سرچپه

هر یو تر خپل وسه  خوري څښي وړي او بخښي

ولس  تر پردو بلهاروي  ددولت خوله چپه سرچپه

***

زه ناروغ کړم دکابل ښې اب اودانه سرچپه

ورغلم ډاکټر ته ، هغه اغوستې وه   چپنه سر چپه

  ما ویل ډاکټره  !هله معدې لاره کړه غلطه

ساتيسکوپ زما جیب  ته ونیوی هغه سر چپه

ساتیسکوپ یې  په غوږ کې نه و ،ویل سا باسه

  بیا یې زما پر کولمو کېښول هغه  سرچپه

ویل  یې ښه دی چې راغلې ماته په وخت  

دا ناروغي سړی خوړینوي له دننه  سر چپه

ول خوله خلاصه کړه  چې زه وګورم هلته دننه

یووار یې راسته پټه کړه  بیا  سترګه چپه سرچپه

په ما یې ویستلې د غویي یو څو ړمباړې

ول عجبه ! ته لا ژوندی یې  تر اوسه سرچپه

په درملو به دي د نس طالبان بمبارد کړم

رایې کړه لیکل سوې تیاره نسخه سرچپه

ویل یې له  دغه درملتون رانیسه ټوله  دوا

نور زما خط نسوای ویلای راسته څه  سرچپه

دهغې نسخې خط و یرغلیف که میخي

رښتیا یوازې هغه  درمل والا ولوسته سر چپه

ډاکټرویل دا وینې ګولۍ دي د لوړفشار

دا امیبان کښینوي د ماتم په ویرانه  سر چپه

دابرګې ګولۍ د اعصابو د آرامیدو دي

چی د نسخې د پیسو په لیدونسې را چپه سرچپه

دا به دې اشتها خلاصه  کړې لکه د مقاومتیانو

دا وړې ګولۍبه  دي فشار کړي کښته سرچپه

دا کپسول دي  د نس ناسته لا نری پری کوي

د قوت شربت به دي قوي کړي بدنه سر چپه

دا پوډر  دقی ددریدو لپاره دي ا کسیر

داانتي بایوتیک به د ټولو بلاوکړې سوبه  سرچپه

دا شربت د نسل د خوږ دي لکه جوشانده

داکلسیم سندوز به د ي واړوي تنه بوکه سر چپه

هغه وخت یې عزرایل راباندې ولیدپه رښتیا

چې  دګلوکوزو سیروم  یې بند کړ راته سر چپه

ما شکره لرله درنه  مې سوه  دشکرې پله

راباندې راتله  هره شیبه  د مړینې چپه  سر چپه

ورته ویل مې زه لرم شکره ووایه ډاکټر ته

نرس ویل ته پوهیږې که ډاکټر  په غوسه سرچپه

له بستره وغورځیدم د غاو جنډه مې کړه  پورته

 نورو ناروغانو  زه  په چپرکټ  وتړمه سر چپه

هغوچیغې وهلې دی  تښتي ما ورته رډ رډ کتله

ډاکټرپه یوه چپلاغه زماکړه  ماغزه سر چپه

ددوا  پيسې یې سوې دیو مامورګی تنخا

چې له  هغوخلاص سوم سوم په سجده سر چپه

ددې درملو له خوړولو سوم چور لیونی

سهار فشار کښته ماښام پورته سر چپه

د لور فشار ګولۍ به فشار کړ دومره کښته

کښته فشار به مېچنه راباندې  ګرځوله سرچپه

د قوت د شربت د قتۍد اتل انځور  کړم رومانتیک

ما ویل زه بل واده وکړم ددې شربتو په قوه  سر چپه

د قوت شربتو کړم داسې ډنګر لکه د تیلفون خاده

کالي او سدرۍ راباندی ډیره سوه غټه سرچپه

په نس کې مې ښوریده ښاماران او ماران

دې درملو هغه  پیدا اومست کړه سر چپه

یو دوست می چې و پوه متقاعد ډاکټر

هغه ددوا قطۍ کړه   پورته کښته سرچپه

ویل ددې  نیمودرملو  تاریخ ډیر دی تیر

نه پيژنم د نورو کمپنیو نومونه سر چپه

دا وطن د دنیا دوخت تیرو درملومر کزسوی

ډیر درمل جوړیږي د تجارانو  په بلنه سر چپه

ګران مواد یې ورکم کړي او فیلر یې ور زیات

بیا یې لس چنده لوړ پلوري دلته سرچپه

یو ښوونکی چې زما پوښتنې ته و راغلی

ویل بزرګان دجذام په  ناروغی دی اخته سر چپه

ان د امریکا د میلونونو ډالرو د درملو خوړل

 لا جوړنه کړ ه  د اردو  افسران پښه چپه سرچپه

پخوا مو درلوده د هوخست  یوه فابریکه

غلو د هغه د بیا جوړولو ته  نیولې لاره سر چپه

یو بل دوست مې چې  و چو لر مامور رېږیده

له ویرې یې  ویل دیموکراسي ده دلته سر چپه

یوازې ډاکټران نه   ټوله ولس ته ایږدي لینګته

ځنګل دی  هر یو رهي دی په یوه  تړه سر چپه

 ما ویل خدای مو دداسې شخصي کلینکه ساته

ناروغ پوستولو ته ځړوي لکه پسه سر چپه

خدای ته مالوم چې ډاکټران دي که قصابان

د هر بیمار په جیب  پوهیږي له نبضه سر چپه

پخوا په لیاقت وه ډاکټر کیدل نه  په پیسه

اوس طبابت سوي تجارت بې زیانه سر چپه

خور مې را کړه یو اورغوی  دماشومانو کپه

هغه  تیاره دنیا راته  کړه روښانه سر چپه

***

پام د اوس ډاکټران جیبونه  تشوي وروره

کیسه بر ترې ښه دی  حلالوي دي نه   سرچپه

ډاکټران سوي دي د قصابانو په اتحادیه کي

ځکه مال  پو کوي له پوستولو لپاره سر چپه

ددې ډاکټرانو یو کار ښه دی تر ګنکپو

پرې کوي له بیمار سره د راغلو جیبونه سر چپه

دا ډاکټران  ماهر سوي په تجارت کې دومره

په ناورغي پوهیږي  بیله کومي معاینه سرچپه

وخت نه لري چې  وپو ښتي دناروغ  له حاله

مخکې یې ورته ډکه کړې ده  نسخه سرچپه

دولتي روغتون بیا څوک نه مني بې واسطه

یا داچې پکول واغوندې ورته سر چپه

ما ویل خدای دی نه ناروغ وي دا افغانان

زما کولمې یې کړ ې دډاکټریوه نسخه سر چپه

چې زما دا حال و د هغو به احوال وي څه

یو ساده قي زما نس او جیبونه کړه سرچپه

خود به خلک ځي پاکستان او هندوستان ته

درمل او سیل  په لږ لګښت کیږي  تر هغه سرچپه

ولي له نویو ډاکټرانو کوې ګیلې مانې «نظري»

هغوی ديپلوم نه په زیار اخلي په  پیسه سر چپه

 

[چپه پر راتلل ] ناروغي  راتلل  ؛[پر چپه لار تلل ] غلطياو خیانتکول؛[ چپه لار نیول ] خیانت کول؛[چپه پښه اخیستل ]نا مناسب اقدام کول؛.[چپه مېچنی په ګرځول]شکنجه  اوپه عذابول ؛[ چپه پاتا] بد سړی د کلی شړل .

 

ولي دلته  هرشی سرچپه دئ؟!

دژړو د مهرارزښت هغه وخت دزرو کیږي

چې ووهل دپاچا پر   فرمان سي سر چپه

پوستین هغه وخت له سړي شیطان جوړوي

چې په دوبي کې يې  واغوندې انسان  سر چپه

لري سوپري د حیوان هغه وخت ښه پاکیږي

چي  کله پز هغه کړي خالي اوسوهان  سر چپه

سیروم هغه وخت  انسان ته اب حیات کیږي

چې بیمار ته هغه کړي مهربان نرسان سر چپه

***

اوس په دنیا کې کله  راسته کار چلیږي

بریالی هغه چې اغوستی یې وی تنبان سرچپه

هغه څوک آسمان ته لاره پیدا کولای  سي

چې سر تر پایه يې وي  ان ایمان سر چپه

 پک تر پکه نه  چې ماغزه یې مالومیږي

نه چې ایمان سر چپه، نیولی قران سرچپه

په دنیا کې ګله بانان په لیاقت مقرریږي

دلته  پسونه او وزې او غوییان سر چپه

په دنیا کې  غل غدو بندي او محاکمه کیږي

دلته رسیږي مقام ته لوی خاینان سر چپه

پارلمان چې لیري کړي یوروژه خور په شعبان

ارګ یې بیرله مقرروي په رمضان سر چپه

په دنیا کې داړه مار ته ټیزن ویل کیږي

دلته اتل اورهبر او قهرمان سر چپه

دلته هغه کسان لوړو څوکیو ته رسیږي

چې سر یې په لم  نه ارزي بې وجدان سر چپه

هغه چې تر ټولونا شولټه تو لانت وي

هغه سي د دولت د پزې پیزوان  سر چپه

ولس یې د نس د دوږخ په اور اخته کړی

اخته د پيسو په فردوس دی مشران سر چپه

ناتو چې دامنیت په پلمه میلمه سوی

 له بهرنی دفاع نه دی ګریزان سر چپه

ناتووايي  موږ یوازې  ښارونه ساتو

تاسود سرحدو یاست ساتندویان سرچپه

د دولت ویناوي  ټوله دي دشارلتانو*

 ګلستان وایي جوړوي قبرستان  سر چپه

په دنیا کې د پوهانو مقبرې جوړیږي

 دلته د هر  غله، ګنکپ  او،سګوان سرچپه

پر پوهنتونو د لوړو پوهانو نوم ایښول کیږي

 دلته  دتاراکګر، شوکماراو شیطان سر چپه

 دې دولت ټوله کامونه سره اچولي په لانجه

دسولې جرګه  چلوي د جنګ اتلان سر چپه

دا چپه دولت به تر کومه تپې په ولس راسته

کله به سي پساتیان اود هغو خپلوان سر چپه

راسته  لارې به مجبوره  دا وطن پریږدي

تر کله به څیريږي د هغو  ګریوان سرچپه

دې چپه پوستین اغوستو مهر  دی په لاس

په ژمي کې راباسي فرمان د تابستان سر چپه

لري سوپري یې لکه ډولونه بهر  را وتلي

دهغو سوهانول غواړې ژبه سوزان سر چپه

ولس یې په خپلو مردارویو بیمار کړی

 دنیا سیروم په لا س، سوې ناروغان سر چپه

د هر سر چپه کړه باید رسوا سي  دنیا ته

چې هغوی راسته کړې خپل وجدان سر چپه

راځئ چې وکړو ددې دولت پسې چپه پاتا

بیرته دی سي چړی کلینراو موټروان سر چپه

 

*شارلتان ( هغه چې عالم نه وي او دعالم خبرې کوي )

ددولت د نس ناستېدي خدای ساته

داوطن لکه کېله مادر رندان خوري په بیزواني

دهغو دکامي ویش د نیرنګي دي خدای ساته

چې رییس پښتون وي مرستیال  وي پنجشیری

 په ملکي کې دجنرالانو د بدماشي  دي خدای  ساته

چې په خیانت یو مسعودتاپه یي وزیر سي لیري

د وباره د هغه  دلوړي مقرري  دي خدای ساته

شکر ټوله لوټماران له خیره ورسیدل تر کماله

دهغودبوغارو د وطن دوستي  ديخدای ساته

غله  دي غله چې پرڅوکیو تیر او بیر کیږي

ددې وطن دجوړ جاړي بازيديخدای ساته

په ژوندجنګ په پیسه دی، ننګ پهمقام اورتبه 

په مړینه دهغو د شخصیت سازي دي خدای ساته

یو دوکه مار چې لیري سي  په فساد له دې دولته

که مقرر نسودهغه د داړې دمشري دي خدای ساته

دټولوکامونومقام غوږ په غوږ دی له پنجشیري سره

په دولت کې دمسعود د زور کراسي دي خدای ساته

دلته خر په څوکۍ زمری سي  پر پزه مچ نه پریږدي

 پر هغه دکامي لیونو د ځل پوشي دي خدای ساته

دا ډله بر اعلا کار کوي خپل ځان، کورنۍ او ټبر ته

دهغو د سوټ پزې مربي د کج کشتي دي خدای ساته

غلو او داړو ته یې هیڅ چا  ونه ویل  څه اوڅه

د ځینو  لیون غرو د ثنا خواني  دي خدای ساته

دلته  یوازي بې ایماني اوفخرپلوري چلیږي

په  دولتي مځکو دهغود بزکشي دي خدای ساته

ځینوزورورو  د سپي  پوست پرمخ کش کړی

له قانونه دهغو د ناغیړي دي خدای ساته

وچ او ډنګر چې مقرر سي یوه ورځ دلته

په سبا د هغه د لري اوسوپري دي خدای ساته

***

بی رشوته دي دلته هیڅ کار نه تر سره کیږي

خلک مرتشي د دولتراشي دي خدای  ساته

وایي کشران مقرریږي د لیاقت په اساس

د ناپوه لخوا د مشرانوله انتصابي دي خدای  ساته

نه دي مې اوریدلي خړ ي اوبه دلاندې پاکي سي

ددې ر ندنظام د ولس فریبي دي خدای ساته

ډوکتورا ورکوي هر واکلرونکی خپل ته خپله

د واکمن د خپل دپیلوم دلاسلیکي دي خدای ساته

هر وزیر مقرریږي په لکو ډالرو  له سوده سره په پور

په دې ځنګل کې د تاواني زمري دي خدای  ساته

د نه فسادفرمان په فرمان صادریږي دیو بل پسې

په اجرا کې د مشر  دتاخوري ماخوري ديخدای ساته

دهغو دچور،وطن فروشي اوفساد یېبلا ورپسې

ددنیا په سترګو کې د خاورې شندي  دي  خدای ساته

چې یو یېمردارسيخلکو لا شکر نه وي ایستلی

دمقام لخوا د دولتيڅوکیودارثيديخدای ساته

خلاصه دا چېبزرګانونهدی کړی وطن ته کوم کار

دهغوغرتواونارو  د وطند آبادي  ديخدای ساته

د علی بابا دوخت څلویښت غله تا اوبالا کیږي

 یودلته بل هلته داړونکي دلوبې دي خدای ساته

په غدردوطن ټوله قراردادونه اخیستي  دي دوی

په ټولو کانو کې د هغو دشریکي دي خدای ساته

په هغه وزیرچې خپله شورا اوبه ځړولي  لس واري

بیا د هغو لخوا د هغه له مقرري دي خدای ساته

واه واه شورا یو ورځ وزیر پسې واخلي په چکچکو

بله ورځ په پيسو دهغه د بیا مقرري دي خدای ساته

 ټوله د ګناه دخیروتویولو لپاره ډله ایز تللی حج ته

هغو ته په مینا کې د شیطان دسلامي  د ی خدای ساته

دلوړیدو لپاره یې ایمان اووجدان تر پښو لاندې کړی

ددې پښو لوړو وکیلانو د نس ناستي دي خدای ساته

***

هر بزرګ داولس تر سینده تږی پوري باسي

له ټاکنو مخکې دهغو  له غټبازي  دی خدای ساته

متل دی ټوله ښه دي مګر نه دهر کار لپاره

پرخپلو ړوند  پر پردو د بینایي  دي خدای ساته

تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښه دی

د بې عقل د بیا بیا هوښیاري دي خدای ساته

بې عقله کله لري علاج ختا نسې زما وروره

لکه پردی خر د هغه له شا زوري دي خدای ساته

زه خواریان در یان یم داسې  دستګا ه ته

په غلو کې دکارونو د قانوني  دي خدای ساته

ترڅو چې ددې    دوپه سړو  ارګه او بارګه وي

لا د نورو پوهانو د خانه بدوشي دي خدای ساته

داسی پوه بزرګان مو په نصیب سو ي دي

په خپل رنګ کې دهغو د کوټي دي خدای ساته

خبره یې تل د  اسمان ،غره ،پيل او زمری ده

په صلاحیت کې دکړو دچغالي  دي خدای ساته

تل یې جنګ وي له خپل بنیاد او باداره سره

دداسې شوده مریي دبربادی دي خدای ساته

خدای چې یې چا ته ورکوي نه وایي دچا مریی یې

ددې چغال، په پوست کې د زمري دي خدای ساته

عسکر د بل ، پیسې د بل،  واک د بل، مريی دبل

دغرتوپرتو دداسې چور لیوني دي خدای ساته

په یو«دم  مرا دم» وخیږي د شپشو د بوټي سر ته

په سیند کې پر لوټه ولاړ د بابایي دي خدای ساته

ددې خوسا دولت هر فرمان خوسا او شومانده  دی

پسله خوړولو  د هغه له  نس ناستي  دي خدای ساته

 

[اوبه په ځړول] بېعزتهکول،[تر اوبو تږی پورېایستل] ختا ایستل،[ دوپه سړی ] بی اعتبار سړی،[غوږ په غوږ تلل ]مساويکیدل،[ځل پوشي ] لکه تاج پوشي پرخره د ځل ایښوولو محفل،[ پر پزه مچ نه پرېښوول] متکبر کیدل.

طنز

د کابل قصرونه به دياریان دریان کړې

خو دسړکونو له کرغشي ديخدای  ساته

دکابل سړکان داسېمالامال دي له موټرو

په پلیو لارودهغو له بزکشي دي خدای ساته

دټنبه موټرانو له هر خوا بوغ بوغ  وي

د ترافیکو له خور خور او خاموشي دي خدای  ساته

خلک  په مزه مزه رهي وي په منځ کې دسړک

دهغو دخیالونو  له خود کشي دي خدای ساته

موټر واني  نه ده دا  کشتي کج ده وروره!

په یوه طرقه له دوطرفه راني ديخدای  ساته

دځینو موټرانو مخ ته لوی  عکسونه دي  مښتي

دهغو ددریورانو له بدمعاشي دي خدای  ساته

دسړک په منځ کې پراته دي ډله ډله فقیران

په سړکو د هغو له خانه بدوشي دي خدای  ساته

که په ویښه څه درباندې ونه سوه یاره!

د ټکر له ویرې دشپې له بې خوابي دي خدای ساته

نه لیسانس سته، نه بیمه  ،نه جوازسیر،نه ترافیک

د دریور له دې  آزادي اوعیاشي  دي خدای ساته

په دې موټرانو مړ دی پاکدبیروبار شهید

پر هغو ددوستانو له فخر فروشي دي خدای ساته

 دچا چې کابل کې لومړی ورځي وي د موټر  سورلي

له ویرې   په لاره دهغه له نس خوږي دي خدای ساته

اوومه خوله ماشومان لا موټرواني کوي دلته

په لاره د هغو  له ناوکۍ اوګیم بازي دي خدای ساته

 پوه پلرونه خپل زامن هڅوي دلته موټرواني ته

پر بالښت ناست د هغوله دریوري  دي خدای ساته

شکر زموږ ترافیک دي خورا  ډیر فعاله

په دفترو کې د هغو له دنډه ماري دي خدای ساته

که دووموټرو سره وکړه  بغل کشي اومخ مچي

هغه وخت د ترافیکو له لن تراني دي خدای ساته

اوس شکر افعانستان د ترافیکو لري جنرالان

نوځکه د ترافیکو له ګډوډي دي خدای ساته

چې یو يې مفلس سي بیا یو کنج ته خزه سي

بیادخوارنوله جریمه نقدي دي خدای ساته

موټران دیو بل مخيته لویږي خو څټ مخی یې تیریږي

دموټروانانوله ځانه سره  د بد زباني دي خدای ساته

ته چې وایې د ټولو له سترګو اوبه دي وتلي

یو بل ته دهغو له غاښ چیچي  دي خدای ساته

ټوله له یو بل سره پند کوي  نه اوري هارنونه

دهغو له تلویزیونو او لوړه موسیقي دي خدای ساته

ټوله موټروانان یو بل ته  په سر اولم  کیږي

په کتو یو بل ته له شونډو مسکي دی خدای ساته

تا به گوته په غاښ نیولې وي دې اوضاع ته

ناببره دموتړترڅنګ له ثنا خواني دي خدای ساته

بې لاسه بې پښو فقیران به په موټر طواف کړي پيل

دهغوله  ژړاو،زاریواو خوله کږي  ديخدای ساته

دسړک په منځکې به  ناڅاپي برید وسي دلاسپلورو

په زاریود هغو له پرتوګاښ فروشي دي خدای ساته

اریان به  سې  ځان ووهې په سوک که ځان یا ځان

له دې بیروبار اوانډوخري دي خدا ی ساته

زیرۍ په ټول کابل کېیوه ترافیکياشاره نسته

لویولویولوحودلیدو له ځګرخونيديخدای ساته

ددنیا یوازینی بېاشارو مرکزدی  کابلجان

زموږدترافیکو ددې خردوانيدي خدای  ساته

که غواړېژوند وکړېزده کړه چرب زباني

د  ناتو اودولتي موټرانو له بد چلني دي خدای ساته

خیر دی  که  ټول  خلک کیږي عصبي  اوناروغان

په ټکرو کې د هغو له غوالوشي دي خدای ساته

 هر ډول زړو موټرو ته د وطن غیږ ده پرانیستې

دسولې دشورا له دې زړه سوي دي خدای ساته

***

ټکسیان ډیر دي لا دي خدای ډیر کړي

دهغو دکرايې دګراني دي خدای ساته

ټکسي وان  چې هر څه غواړي حق یې دی

یو، دوه ساعته له لاره بندي دي خدای ساته

کابل ددنیا د انتیکو ټکسیانو سوی نندارتون

د یوه له دوده د بل  له توخي دي خدای ساته

که په ټکسي کې مازې سپور سې یاره

دهډوکود درز او ملا دردي دي خدای ساته

ټکسیان هغه انتیک  فیشني موټران دي

دپوښ لاندې له سپرینګ پراني  دي خدای ساته

که په پاکو کالو په ټکسی کې  ولاړې تر یوځایه

هغه ورځ دمیرمني له عزا خواني  دي خدای ساته

دضرورت له کبله که ولاړې په ټکسي کې

د عمر تر اخیره  له پښيماني  دي خدای ساته

که سالم ورسیدې تر خپله  ځای اومقصد ه

دصدمې  بدني او مغزي دي خدا ی ساته

وایي کوږ بار نه رسیږي  هیڅ وخت تر منزله

رسیږيخو د هغه له دیدنيديخدای ساته

مسولین ټوله  د خر ه پر لکۍ دي سپار ه

دهغو لپاره لهلارېبنديديخدای ساته

مسولیند پيل د غوږو دفتروکې ویده دي

په خبرو کېدهغو له غټ بازيديخدای ساته

دلته له دولت سره دخلکواوبه غلبېلول دي

پارلمان ته د هغو لهتور سپينيديخدای ساته

په دې اوښ کې کوم ځای بیا سم  دی « نظري»

له دې لازیاتو ګل ګل میري دي خدا ی ساته

 ځینومسولینو دسپي پوست پر مخ دی اغوستی

ژر ژر د هغو له ديپلومات ډکي دي خدای  ساته

پر هغو غوړو لوښودا طنزونه کله کوي اثر

تر فنا وروسته  د هغو  له حراموني دي خدای س -
بېرته شاته