(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډک له ګوليو کمربند

څوک د اوږده عمر دوعا څوک رانه ژوند اخلي
د چم ګاونډ خلک ددې کيسې نه خوند اخلي

چرته چې سوله ده په مينه خلک نه مړيږي
دلته هر څوک ډک له ګوليو کمربند اخلي

ښکاري زما او ستا ترمنځ چا غمازي کړيده
خوب مې ليده چې څوک بنګړي ستا له مړوند اخلي

لکه دانه د غنم داسې په زړه چاود يمه زه
خدايه چې دا پرهر به بيا کله پيوند اخلي

ستا په قلم او ستا په ګوتو برکت شه نوره
ګوهره ستا له شاعرى نه خلک پند اخلي

حمید پښتون

-
بېرته شاته