(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځمکه دمکې به زنگيدله

ځمکه دمکې به زنگيدله لکه ټا ل
په شان دزلزلې به خوځيده امر درب و
ځمکه دمکې به زنگيدله په تعجيل
ابراهيم خليل الله ته داسې وويل جبرائيل
ما وحى په تاراوړه پيغمبره د جليل
ديوال به هله ټينگ شي چې حلال کړې اسماعيل
ابراهيم خليل الله پکې ذ ره ونکړ ډيل
زر کورته راروان شوپه تادۍ زموږ خليل
مولابه ورته خيرکړي چې پوره لري اقبا ل
ځمکه دمکې به زنګيدله لکه ټا ل
په هغه زمانه کې دغه کار شوى عجب و
په شان د زلزلې به خوځيده امر درب و
په هغه زمانه کې دغه کارشوى څرګند
ابراهيم خليل الله مرگ لره روان کړ لو فرزند
بيا مور داسماعيل ويلې زما چيرې وړې دلبند
ابراهيم خليل الله ويلې غوښتلي يو خاوند
جامې يې دجنت ورته ورواغوستې دخوند
په واړو انبياوو کې دى ډير و سر بلند
ښايسته وو بې حسابه بليده لکه مشا ل
ځمکه دمکې به زنګيدله لکه ټال
نسب دپيغمبر عليه السلام څه په ادب و
په شان دزلزلې به زنګيده امر درب و
نسب دپيغمبر عليه السلام ته په هنر
روان يې اسما عيل کړلو کعبې ته برابر
شيطان داسما عيل مور ته ويلې شه پرې خبر
ستا زوى به حلاليږي په کعبه کې په خنجر
بيا مور د اسماعيل وې زما نه ليرې کړه بشر
شيطانه دروغ وايې چې حلال به کړي پسر
مدام په په دوره وه هيڅ حبر نه وه له حاله
پرته وه په سجود او عبادت کې روز وشب
په شان دزلززلې به خوځيده امر درب و

Sabz Ali Khan - zmaka da makay ba

-
بېرته شاته