(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلې

غزل

اوښکو کې مینځلي یوه شیبه لرم په غیږه کې
تا لرم ستا یاد لرم اسره لرم په غیږه کې
مخکې راته لاره کې تیارې دې خطرونه دي
زه یې پروا نه ساتم ډیوه لرم په غیږه کې
اوس ترینه ګیله په نه خبره نه کومه زه
اوس له غمه ډکه هدیره لرم په غیږه کې
ته چې پکې خپله ښکلا ووینې روانه شي
زه درته ولاړه اینه لرم په غیږه کې
ځلانده دا دنیا رانه راز د خوښي څه پوښتي
درد لرم درمان لرم هغه لرم په
غیږه کې

غزل

بې بسه شم بې وسه شمه ته مې پسي واخلي
چې نه دې یادوم هغه ورځ ښه مې پسې واخلي
دنیا را پورې وخاندي له خوبه را بیدار شم
په ویښه مې په زړه وي او ویده مې پسي واخلي
بې ځالۍ د مرغۍ په شان په یو لور په بل لوري
دې ښار کې نه ځایږمه هر څه مې پسې واخلي
په لاره کې جانان را ته هندارې دې کرلي
په کومه لاره لاړ شمه چې نه مې پسي واخلي
په تا پورې مې زړه تاړه نادانه وم ځلانده

پوهیږمه په مینه اوس له زړه مې پسې واخلي

Zaland Nikyar

-
بېرته شاته