(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غــزل

نـن چـي زُمــا او دجـانــان کـيســه تـمـامــه سولــه
کلــي پــه کلــي د ارمــــان کيسـه تــمــامــه سولــه

ستــا تـر اوربلــه بـه ګلونــه ، هغــه وخت دروړمـه
کلــه چــي دلــتــه دخــزان کــيســه تمــامــه سولــه

چــي دجــانــــان تــرجنـتـي کــوڅــې راورســېــدم
نـوره پـر ژ بــــه دشيـطـان کــيســه تــمــامه سولــه

بـې پـروايـارمي هغـه وخت دحـال پـوښـتنـه وکـړه
چي می داوښکـو او ګـريوان کيسه تمـامـه سولـه

چي ستادميني له کوڅې مي پل پـه پل واخيسته
پــرستــړې لار د بيــابـــان کـيسه تمـــامـــه سولـــه

بېګاه مــي ستــالاره جـــانـــانـــه تـــرهغـو وڅــارل
څـوچـي دستـورو او اســمان کيسه تمـامــه سولـه

هغـه مهــال مي بس پـه خپل لېونتوب وه پوهېدم
څنــګه چــي ستا دسره پېزوان کيسه تمامه سوله

داملتيار له مودو ورک ياربياپه سترګو وه ليد؟
کــه ديوسف او دزنـــدان کيــسه تمــامـــه سوله ؟

Abdullahjan Milatyar

 

-
بېرته شاته