(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلیخان ساپي شعرونه تازه شول

دشاعرانو محفل

یــــومحــفل دشاعـــرانــو مـــې په خوب لیــد

ویل مـې اې یـارانوشعرراته تعریف کړی

(خوشحال) وُویل دې وطن مینه پــه زړه کـې

پــه نـیزه امـیل ســـرونـه د حــریف کـړی

(رحمان)څنګ کې سترګې سرې راواړولـــې

مـاویــل اې بابـا د ستـا نظـــربــه څـه وي؟

هـــغه وُویل حـقـیقــي میـنـــې تــه زړه کـــې

دې نـــړۍ دې طوفــانـونـوخطـرڅـه وي؟

سـرراپــورتـه نازک خیال (حمید)پـه وروکـړ

ما  ویــل، ای بابا بخـــښـه تــه څـه وا یې؟

ویل خون اب دزخمي ړزه که وي بیا شعردی

نـورنوستا واک هـرکلام تـه چه شعروایی

نـسترن غـــوندې (اجمل) راتــه مسکــی شـو

ویـــل مــې  ته څه وایې اې پـه زړه کبابه ؟

ویــل یــې شعــردازادږوند لــوبغــاړی بــوله

چــه اسیـر دغـــلامـي  ویښ کې له خوابه

بـیایــې وُویـل ځـــوانــه تـه راتـه څـه وایــې؟

مــاویـل شـعرپه درد مـنوزړوکې درد دی

هـــــرویل چــه تـخـنونکـــی داحـســـاس وي

کـه ویئې، که غـونـډلې وی، کـه فـرد دی

په وروورومې سترګې لوڅې کړې بیدارشوم

چې په څنګه کې نه محفل وم نه یاران وم

لــه قلـم ولـه کا غــذ ســره  ځــان مــل شـوم

نـیـمه شـپــه یــوازې پــاتـې(علی خان)وم

دشعر پریښته

اېدې شعرملکې، زه لـه تـانـه شـکریـه کــوم

تـل راسره څنګ کېدبـېلتون مخکېولاړه یې
کله چېبېلتون راته چاړه په لاس کېنیغه کړي
ته راته شعرونه سپرپه لاس کېراتـرغاړه یې
تــه مـېدالـهام وداحــساس راپــارونـکـې یـــې
کله چـې لــه مــاسـره پـه  سمه او پـه شاړه  یې
تـه راتـه دبـلـېږبـېټــول شــیان اسانــه کړې
تـه زما قاموس زما کتاب یـېتـه مېږباړه یې
نــه منصبدارينــه دارایــيدې دنـیا غـواړمه
تـه مېقناعت تـه مـېعزت دنیاکـېدواړه یې
هرڅومره ځنګل کېګوړاخرکه ځان بادارګڼی
تـه ورتـه په خوله کېدوږُنکی زمريدړاه یې
نـَه بَـه جُوړوي(علی خان) شعرکله چه وګوري
تـه پـه شعرانــه میزاج کی څه نا څه ویجاړه یی

د سبا یقین

زمــا پـــه انـــد دې لــويې ونـې بـه ریـښې ډیرې وي

لــه خــرڅـونـکـو دې هـیـواد سـره پـیـسې ډیرې وي

که په غـلاشویو پَیسو موږ سره څوک مرسته وکړي

احـسان يې نـشتـه کـه هـرڅـومره بـنډارې ډیرې وي

کارنـه بیـکاره پـه نـړۍ کې سوال ګران غـونـدې یو

دوی سـوداګردي پخپل منځ کي يې لانجې ډیرې وي

لاس مـوتـرچـا پـورې وراوږد نـشي غیرت مونیسي

زمـوږ پـه پــت کـه دې بـې پـتـو دروازې ډیرې وي

یــوازې نــا ست یــولــه ځــانــوســره غــمـونــه تــلو

څوک موغم نه ستایي که هرڅومره دیرې ډیرې وي

 

پـخـپـل وطـن کـې نـن اغــیارمو بـې وطـن جـوړوي

سـبا بـه هـرځاي کې اغـیار تـه غـرغـرې ډیرې وي

واړه وزاړه وخـونـدې مــنـدې مــو کــوروکـې وږني

سکروټې نه مړې کیږي چیرته چې ایـرې دیرې وي

خـوږې لحظې که نن زموږ پـه وینو هـرڅوک اخلي

سبا یـقـین دی چې په ږوند کې بـې ترخې ډیرې وي

دې(علی خان ساپي) دې زړه په سراورونه بـل وي

چې هـره ورځ پـه پـښتون جوړې نـندارې ډيرې وي

دشاعرانو محفل

یــــومحــفل دشاعـــرانــو مـــې په خوب لیــد

ویل مـې اې یـارانوشعرراته تعریف کړی

(خوشحال) وُویل دې وطن مینه پــه زړه کـې

پــه نـیزه امـیل ســـرونـه د حــریف کـړی

(رحمان)څنګ کې سترګې سرې راواړولـــې

مـاویــل اې بابـا د ستـا نظـــربــه څـه وي؟

هـــغه وُویل حـقـیقــي میـنـــې تــه زړه کـــې

دې نـــړۍ دې طوفــانـونـوخطـرڅـه وي؟

سـرراپــورتـه نازک خیال (حمید)پـه وروکـړ

ما  ویــل، ای بابا بخـــښـه تــه څـه وا یې؟

ویل خون اب دزخمي ړزه که وي بیا شعردی

نـورنوستا واک هـرکلام تـه چه شعروایی

نـسترن غـــوندې (اجمل) راتــه مسکــی شـو

ویـــل مــې  ته څه وایې اې پـه زړه کبابه ؟

ویــل یــې شعــردازادږوند لــوبغــاړی بــوله

چــه اسیـر دغـــلامـي  ویښ کې له خوابه

بـیایــې وُویـل ځـــوانــه تـه راتـه څـه وایــې؟

مــاویـل شـعرپه درد مـنوزړوکې درد دی

هـــــرویل چــه تـخـنونکـــی داحـســـاس وي

کـه ویئې، که غـونـډلې وی، کـه فـرد دی

په وروورومې سترګې لوڅې کړې بیدارشوم

چې په څنګه کې نه محفل وم نه یاران وم

لــه قلـم ولـه کا غــذ ســره  ځــان مــل شـوم

نـیـمه شـپــه یــوازې پــاتـې(علی خان)وم

پتمنه پښتنه

کلکه  پـښـتــنه وه چـې لانـجـه ورسـره ډېـره شوه
زړونه په درزاشول راپه یاد چې دمرګ بېره شوه
فـکـربـه کـېده چـې دیــورپ غـونـدې نجلۍ به وي
کلـه چې سـتـنه شوه خپل دیدن څخه چې تیره شوه
لـوســت دپـتـمـنۍ وَه راکـړه درکـړه دخــبــروکـې
چـا نـه که دې حلا لـو ودحـرامـو نـړۍ هـېره شوه
زه (علي خان) پرې وُه ویاړیدم څومره ادبناکه وَه
نجـونـو دِې نړۍ کې په هغې با ندې مې غِـېره شوه(1)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/غِېره : ننګ، ویاړنه

Ali Khan Sapi

-
بېرته شاته