(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سترګي خبري کوي

دا ښکلي سترګي څی په مینه ګوری
نن یا سبا درته وزرونه کوي
وزرونه کړي اوس به والوزی دوي
دتا لیدو ته اوس خیالونه کوي
که پام تری لری کړی پردۍبه شی دوي
دمینی زړه به دی دردونه کوي
ګوره له پامه خطانشی ګوره
سترګي چي مستی شی نازونه کوي
سترګي په رپ کښې دزړه حال وایی تل
یوه ناڅاپی بیا خپل وارونه کوي
پام ترینه لری شوو افسوس مه کوه
دا پردۍ سترګي هم وزرونه کوي
لاس پې راکاږه لمسوه یی مدام
دماشوم خوی لری ویرونه کوي
دمینی لاري دا په سترګو ویني
لاره کښې ګوره چې چمونه کوي
خبري واوره ډیر په خوند دسترګو
کاڼه ګونګي ته یی زوروري کوي
دسترګو خوند خبری اوری ملا
په نصحیت کښې لږ ببري کوي
خدایه شکران وایوو چی سترګي لرو
په چپه خوله زړه ته خبري کوي
سرحد په مینه ورته ګوری ژاړی
څنګه داسترګي ښکلي مینه کوي

۱۱-۱۱-۲۰۱۲

-
بېرته شاته