(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قسمت


زه نرمه خټه یم ، لاس د کلال کې
یا به د میو جام شم ، یا به کوزه د جومات
یا ډیوه ګۍ د زیارت ، د میخانې فانوس
او یا د ډېران ټیکری ، ستړی او مات
ځواني ، مستي ، ژوندون ، د بل د لاسه دي
زما نه وس شته او نه مې واک
شیخه په باغ کې د یار د کوره
کوم ګل پلیت کړم او کوم پاک
څنګ ملامته زه په ګناه شم
چې وس ، قسمت او تقدیر د بل دی
څنګه ستومانه زه په خندا شم
خوب دی د بل او تعبیر د بل دی
دا مې ګناه ده ، مین په ګل یم
نه زه د ګل آقا ، نه د نظر
نه مې د واک دي خمارې سترګې
نه وږې شونډې ، مدهوشه سر
ما نه دي ایښي د یار نظر کې
سپرلي ، ګلونه ، سور او خمار
ما د خپل نوره نه دي جوړ کړي
شړنګ او غورځنګ او رنګ د بهار
ما د سبا په پسته رڼا کې
نه دی خپور کړی د جادو ساز

-
بېرته شاته