(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهيواد ځوان کول ته

ته مې هيله ته اسره يې زما
ته مې اميدته حوصله يې زما
دناهيليوپه تياروکې
داميدبله ډيوه يې زما
دبحرانونوپه يلغارکې
دنجات يوپرښته يې زما
په بې وزلۍ اوناچارۍ کې زما
ته يوه پټه خزانه يې زما
چې دنظرنه دې پټ نه يمه
ته دنظر يوه اينه يې زما
ددې کنډوکنډوديوال دحفاظت لپاره
ته مې دفاع اوته وسله يې زما
دبې حسيوچاپيريال کې
ته دملي حس انګيزه يې زما
چې حالت نوررابدل کړې زما
اى ځوانه!ته دبدلون يوه څپه يې زما
چې په هرڅه باندې يې څاروي هرخوا
ته هغه بازپه سردره يې زما
دظلم جبر دماڼۍ دنړيدولپاره
ته زوروره زلزله يې زما
خير که بې قدره بې عزته شومه
اوس خوته شان اودبدبه يې زما
دوخت ناخوالوکه مغلوب کړمه زه
ته برلاسي ته غلبه يې زما
دمخکې تګ يې چې ټينګ هوډکړى وي
هغه کاروان اوقافله يې زما
چې په ګوټ ګوټ کې مې رڼا خپروې
ځوانه هم ته مکتب اومدرسه يې زما
چې زه له تا اوته له ما بيليداى نه شې
داسې تعلق داسې رشته يې زما
چې په يوغږ باندې مې خواته راځې
زه په تاوياړم ته جذبه يې زما
زه دې دمشرانو ښه خاطره نه لرمه
هم ته به ښکلې خاطره يې زما
زه دې عزت زه دې قامت يم ځوانه
زه دې پټکى اوته شمله يې زما
زه که حالاتوبې لاسواوبې پښوکړلمه
اوس ته دجګيدووسيله يې زما
چې په کوم لورې مې ته بيايې زه به ځمه
ځکه ته جهت اواراده يې زما
ښه مې چې ګورې په دې حال يمه زه
نوبياولې په ننداره يې زما
زمانورڅوک دي خوبس ته يې ځوانه
که نه ته هم لوټيدوته تمبه يې زما
لکه دلاش څوک مې پښه اوڅوک مې لاس کشوي
نه پوهيږمه چې ته په څه اخته يې زما
خوخيرزه دشنډې ونې په څيرنه يم
ته مې ثمراوته ميوه يې زما
پسرلى به راکې راشې ګودرونه به ابادشي
چې ته نښترته مې چناراوته چينه يې زما
بس اسدزه په دې ناز کومه
ته اينده يې زماته اينده يې زما

Asadullah Islami

-
بېرته شاته