(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښمن زموږ دسرسړي نه پرېږدي

دښمن زموږ د سر سړي نه پریږدي

دلته د سر سړي ژوندي نه پرېږدي

پیغلې یې کور کې ایښوده نه غواړي

چې ګودر نشته نو منګي نه پریــږدي

له کلي ووتو صــــحرا تـــــــــه لاړو

خو هلته هم څوک ليوني نه پرېږدي

زموږ د دین اود کلتور دښـــــــــمنان

زموږ په سر باندې پټګي نه پریږدي

خپلو بچو ته انــــــټرنیـــټ غواړي تــل

زموږ لپاره دوی  ښوونځي نه پریږدي

دلته بـــدرنــــــــــــــــګه د خزان لاروي

د سرو ګلونو ((پســــرلي)) نه پریږدي 

            صیام پسرلی- لغمان

 

-
بېرته شاته