(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

دفساد لومړی مقام  مو مبارک سه!

چې نه لرې لمبر پليټ د وجدان

درکې نه لیدل کیږي یوه دړه ایمان

پزه دي پرې کړې ده د لوی شیطان

لا هم د خپلو نخرو نه يې پښېمان

نه بابا نه بابا ته  به کله يې انسان؟!

***

په هوا کې دي نیولې ده سوټه پزه

 رښتیالکه بوم  لرې کله ته پزه

 اول دي د خپل کام پرېکړه پزه

په کافر اچوي د جهاد احسان

نه بابا نه بابا ته  به کله يې مسلمان؟!

***

ننګ  دي لاندې کړئ تر پښو

دپردو دی ځان کړ خاوره د پښو

که څه له ترپه لویدلی یې له پښو

لکه مرغټانه و دي نه ختئ ارمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

***

اختلاس  اورشوت ته وایې روا

په پردو د وروروینې تویوې نا روا

دمظلوم  پښتون قتل بولې روا

په ځان بیا نوم ایږدې اتل او قهرمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!

***

هره ورځ له کبره الیشوې جامه

دمنصب لپاره غورځوې جامه

نه ویریږې چې کتیږي دي جامه

باور نه لرې د انکرو منکر په  پرسان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!

***

ولس ختا باسې په مقاومت او جهاد

کارونه ستا دي په مصلحت د الحاد

د قومونو او وړونو  خرابوې اتحاد

آیا داکارونه نه دي د بل د خبررسان؟

نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

***

رهی یې په لاره له اوله  چپه

نیولې ده تادحق لاره  سرچپه

درباندې راځې د غرور هر ګړی چپه

څه چې دی دلته ښاري د ناپرسان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان

***

ختلی یې بې آپولو آسمان ته

تل ګورې له مځکې آسمان ته

دانه دلته ،کټ کټ لرې ایران ته

غلام یې د پاکستان او ایران

نه بابا نه بابا ته به کله يې افغان؟!

***

په هر کا رکې لومړی کوې خپله

تربل له زویه بولې خر ښه خپله

پر سر دي  اړولې ده  لمن خپله

مګر د جهاد یوازې تا منلئ فرمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!

***

په خلکو تړې د وطن فروش تور

د رښتیا ویلو خورې ولي خپله تور

غوړولی دي د ی د زرومرغۍ   ته تور

ولي له ځانه جوړوې د فرعون هامان

نه بابا نه بابا ته  به کله يې انسان؟!

***

دجهاد غواړې له خلکو باج

په څوکۍدي دی تل احتجاج

ترخره دي ډیر لږ دی  جاج

له ځانه دي جوړ کړی لقمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!

***

ولي  نه ایله کوې  د ولس لمنه

د خدای لپاره کښته کړه خپله لمنه

راووځه لږ څه د امریکا له لمنه

امریکا در کوي دجهاد فرمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!

***

ایمان دي راوړئ دی  په غوړه ګوله

چې لکه د هاوان ګولۍ راسي له پاسه

لکه  دباز بچی خوله دې نیولې  ده خلاصه

ته وکیل د شورا په ټولو کې یې بې ایمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

***

 مشرمو زمری مرستیالان یې پړانګان

خواران تر پښو لاندې کوي دقضا فیلان

وزیران یې  د نورو هیواد سوي پا پيان

هر یو دله  تر افغان خوښ  دی  ایران

نه بابا نه بابا ته به کله يې افغان؟!

***

وزیر جال غوړولی لکه مچګیرک

وکیل  په خړو اوبوکې سوی مهی خورک

قاضی جیبونه ډکوی چابک چابک

د اوطن د دنیا  دفساد سو قهرمان

نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

***

خلک  مو کړي اترک بترک

قومونه مو کړی تیت او پرک

د دیموکراسي وهې طمبک

ته او خدای داعمل دی د مسلمان ؟

نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!

**

مبارک دي د فساد اول مقام سه خدریه

دین ا و  دنیا دي خرابه سوه سړیه

دا ټوله د مصلحتي  کابینې دلاسه  لالیه

لیري کړه  اسلام له څنګه  د افغانستان

نه بابا نه بابا ته به نه  یې افغان؟!

کنایې

[آسمان ته ختل] رتبې ته رسیدل، [آسمان ته کتل] کبر او غرور کول ، [ خپله پکښې کول ]  ځان ته غلا کول،  [ خپله لمن پرسراړول ] خپل اسراراشوا کول ،[ تور پورې تړل ] تهمت ویل،[ تور خوړل ] رم خوړل .[ تور غوړول ] مکاری .د بریتو باج( په زوره پیسې اخیستل) [ پزه په هوا نیول ] ډیر متکبر او مغرور کیدل. [پزه پرېکول ] شرمنده ، [ پزه نه درلودل ] شرم او حیا نه لرل،[ جامه الیشول ] دچهرې بدلول . [ جامې کتول ] مړ کیدل .

شکر رشوت ورک سو!

د وزیرانو د سلو زومانو ناوې  شورا دخپل نړۍ لید اوولس ته د چوپړ په اساس د بډواخیستونکو د دوباره له پوسته  نه څڅولواو په یوه دړدنګ د کارو د خلاصيدو په پار بیا یوخر اوبو ته پوري وهئ او په دې ډول یې خوار ولس له لی په لی ګرځیدو څخه وژغورئ ددې فرمان په  اوریدو  دپوه خلکو خولې اسمان ته وختي،  هغه فرمان داسې دی :

 په هر وزارت کې  دي د رشوت دبد او کرغیړن نوم  د ورکیدو اودرشوت د مخنیوی لپاره  یو دفتر د کمشن کار په نامه جوړ سي او وروسته تر دې دی  ټوله قانوني  او غیر قانوني کارونه له دې دفتر  لخوا تر سره کیږي .

هر وزیر او رییس ، قاضي او ښاروال  او ...کولای سي دا څوکۍ  خپل اعتمادي استازی ته  ورکړي  ، چې نور له دولته درشوت د نوم ټغر ټول سي .

 امید نور خلک د کارمندانو خولې ور خوږی نه کړي ،هغو ته پورته کښته نسي  خپل اود هغوایمان وساتي ، زموږ په دین کې رشوت ته بد ویل سوی دی ،موږ هم  باید هغه ته بد و وايو، ددې  کمیشن کارو دفترونو ورونه   دهرچا پر مخ پېنځه ویشت ساعته   خلاص دي  .

 اوس د هر وزارت مخ ته یو لوحه مښتې ده :

کمیشن کار ستاسو هر ناشوني معامله ، غلطې دعواوي،غیر قانوني کارونه

په یو دړدنګ درخلاصوي او هر ممکن کار ناممکن کوي، نور مو کارمن د رشوت په خاطر د دتور ګلاب پسې نه استوي ، کار لاس په لستوڼي خلاصیږي. خدای دي راوله

درمخه به یو قانوني مانوني  کار په واسطه ماسطه کیدی اوس نو د کمیشن کار و د بڼکو شکولو ته ځان   ټینګ کړئ ،د رشوت جامه هم الیشه سوه اوس د هرکار  د امرلپاره ډالري  بیه ایښول شوې ده  . ځان ورته ټینګ کړه

کنایې :

[ بڼکې شکول ] څوک ځورول،[ جامه الیشول ]څیره بدلول،[ خوله آسمان ته ختل ] حیران پاته کیدل، [ خوله ورخوږول ] رشوت ورکول ،[د سلو زومانو ناوې] تجربه کار

-
بېرته شاته