(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو سره ځم

تل به په لار د مېړنو سره ځم
يمه پښتون د پښتنو سره ځم
د مليت نمره د پرخې په څېر
ستا د دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چې خرد هم په ملت ځاروي
زه دې هم داسې لېونو سره ځم
پام كوه زه هغه نظر نه يمه
چې به په دود د سپېلنو سره ځم
وايي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
راستنېدى چې نه شي وخت خو نه يم
خو د حالت د تقاضو سره ځم
لا خو مې ستر په نمر خاته پراته دي
نه لکه نمر د پرېوتو سره ځم
كړمه جهان چې د پښـتون زلمی
د خپلو پېغلو حوصلو سره ځم
وړم مستقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حال د ولولو سره ځم
څو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې ټپې ته د جرګو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم
لواړګۍ - ۱ جون ۱۹۵۴
ـــــــــ
د خپلو اوښکو اوېلو سره ځم
ښکلي اشنا ته د جرګو سره ځم
نن دې بادونه ما د ځان سره وړي
زه د دې ښکلیو مېلمنو سره ځم
هغه لوظونه ناپوره راسره
د ښکلي یار د بدرګو سره ځم
مینې دې خوب د لېوني کړمه زه
راځمه ډیر خو د راتلو سره ځم
ستا د محفل هغه سرور یمه زه
ستا د نظر د اوړیدو سره ځم
څو که الفت مې شو یو غږ د جرس
زه د اشنا د قافلو سره ځم
ګله بې پت لکه د پرخې نه یم
چې به د نمر د پلوشو سره ځم
نن به موسکی شي د عادت نه خلاف
چې یې محفل ته د لېمو سره ځم
زمانه ساز لکه ښایست شومه زه
له مجبورۍ د زمانو سره ځم
وخته راګورې په تګ تګ کې ولې
زه د بې نیازو مېړنو سره ځم
په سپین او تور د مینې پوه نه شم
عقله چې ستا د ورځو شپو سره ځم
عقله بس لار مې د صحرا ولیده
مخکې په نور د بړبوکو سره ځم
حمزه ته ناست اوسه د هوشه سره
زه د ښاغلیو لېونو سره ځم


پجګۍ - ۱۲ کتوبر ۱۹۵۴


لیکوال - حمزه بابا
شعري ټولګه - د حمزه شینواری کلیات
د پاڼو شمیرنه - ۱۳۹ - ۱۴۱

-
بېرته شاته