(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي مافیه

د پښتونخوا ادبي مافیه د تیرو دوه لسیزو نه د پښتو ادب سره داسې دښمني راخستې ده چې زمونږ نوي تخلیقي ادبي استعدادونه د خپلې انا د غرونو شاته پټوي - د میډیا او پریس د لارې قام هم دغه څو د ګوتو د شمیر نومونه اوري او ویني-که ټلیویژن دی که ریډیو دی دغه څو کسان پرې قابض دي - او چې خبرې کوي نو داسې ترې بریښي چې دوي د پښتو ژبې ستر خادمان او خواخوږي دي- بیا زمونږ شخصیت پرستې ټولنې ددغو خلکو نه بتان جوړ کړي او چې کله زمونږ ادبي ملګري کومه ولسي ادبي غونډه جوړه کړي نو همدغه کسبګر ورته راغواړي او پخپله څو څو ورځې د ولس سره تماسونه کوي او خپلې پیسې لګوي خلک راغونډوي او کارډونه چاپوي او خلکو ته پکې د مشر میلمه په توګه دغه ادبي کسبګر معرفي کوي او پخپله د ګمنامۍ په تیارو کې ورک وي--د کتاب لیکلو او چاپولو ګرانه او زړه ستړې خواري وکړي او دغو ادبي کسبګرو ته يې پخپله یوسي او بیا میاشتې میاشتې انتظار ورته کوي چې سریزه پرې ولیکي -او کسبګر ورته نن سبا ددې د پاره کوي چې خپل ځان پرې نور درنوي چې ګنې وخت نه لري او مصروف دی---
په شخصي توګه چې فیس بوک ته راغلم نو په خداي باور وکړئ چې داسې ځلمي مې پکې وموندل چې ادبي تخلیقي استعدادونو ته يې هک پک شوم--د نوې ټکنالوژۍ سره وس ددغو کسبګرو د پوقڼو نه هوا ورو ورو اوځي او هر سړی کولی شي خپل تخلیق یا تالیف د ګڼو پښتنو سره نیغ په نیغه شریک کړي -
زه د قام له ځلمو په ټینګه غوښتنه کوم چې د خپلې ژبې او نورو ژبو ادب ولولئ -د چا لمنې مه نیسۍ نن سبا لوستنه بیخي ویړیا شوې او خپل تخلیق د قام سره شریکول اسان شوي -دا بتان نور مات کړئ او د پښتون قام د استعدادونو پټونکي او وژونکي دې قام ته په ډاګه کړئ -
ستاسو د روڼ ادبي سباوون په هیله

-
بېرته شاته