(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پالي!

د ورغوي کرښې مې مه ګوره
پرونی جلال او وسنی زوال پکې پخپله کتی شم
پالي!
زه د پرون په نشه مست یم نن راته نه ښکاري
پالي!
زه د نیکه شمله ستایم او د نمسي په سیرې ګریوان يې د وینې څاڅکی او د اوښکو رودونه نه وینم
پالي!
زه نور هیڅ کار نه لرم
بس بس بس
قبرونه ستایم او قبرونه کنم
پالي!
بڼ ته مې کارغان ځکه راغلي
چې
زه وروڼه حلالوم
دلته غوښې ډیرې دي
زه زه
د خپلو بازونو ښکار کوم
پالي!!
زما د ورغوي کرښې بدبخته دي زه يې وس پخپله هم نه ګورم -دا ورغوی او دا کږې کرښې ګل کري ازغي پکې خښیږي
پالي!
بیګا مې خپل پال کتلی -په دې رسیدلی یم چې ددې کږوکرښو سرونه ټول د مقتل دروازې ته رسیدلي وو-او هلته ولاړ جلاد زما د بابا ځوی وو

-
بېرته شاته