(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داجګړې دې سروخوري

لیکوال: انجنیرعبدالصبورساپی 

دویښ اوویده به څنګه وکړوتفسیر

چې دمړاوژوندي ترمنځ نشي تعبیر

تعلیم چې کړي بندپه اولاد د دې وطن

لري داسې انسان څه خرسره توپیر      

زموږ شمشاد

زموږپامیرڅه شو

چې نېغ و

هغه دملا تیرڅه شو

اوس شمشادسره ولېدلي یو

رکوع کې

یوڅوشنوډالروته پښوکې

خلک ختلي ترآسمانه

هغو ته چې موږویل بی ایمانه

موږدایمانه سره ولیدلي له زنګون

ښه اوبدنه بې خبر

بې له جنګ نه موشته سکون

پړه اچوپه خدای)ج)

چې پیداکړي یوبدشګون،

داعصراودازمان کې

دتکنالوژۍ په دا دوران کې

څه مونږنه جوړسول

که ووایوريښتیاپه جهان کې

نه دې علم سوو

چې دین وآئېن موشي روښان

نه د دین سوو

چې بله دعلم ډیوه کړودزمان

علم اودین دي سره زنجیر

یودبل کوي تکوین،

ژبه وکړوبې سنجېشه

په یولاردژوندون

ټینګ یو په خپل عزم

که څه هم وي بې بڼڅټ بې یقین

بیابېل مو را اخیستی

خپل ځګرورانه و

فکروخیال

دخپل ماشوم

شام وسحرورانه و،

نه ګل شوو

نه ګل ته باغوان

نه اغزي شوو

نه دناکسودپښوخار

ټول پاڼې پاڼې

د باد په خوا نڅېږو

سورشین تورته خوشالېږو

په مقصدونونه پوهېږو،

داجنګ جګړې دې ستاسروخوري

که څه پاتې وي

هغه دهم دلراوبروخوري

ته دسبا سودالرې کنه؟

ته علم اوتخنیک ته اړتیالرې کنه؟

جوړوې ته سبا داټول په چا؟

چې نه دې ځور(علم اوپوهه)

  نه دې زر شته ترملا،

یا ژوندلرې د زاڼې

پروادې نشته که مري

بچي دې هم په لارې

وطن جوړول دټوکو کارندی

مجنون ته لیلابل انتظارندی

دااسک اسک غرونه

داکانونه معدنونه

پیداکړي خدای چېرته

عبث داټول نعمتونه

عقل ورکړی خدای انسانته

چې واخلي ترې فایده ځانته

علم ئې ځکه فرض کړ جزدایمانته

کردګلو ښه ده په لارې

که ایمان له خدایه غواړې،

چې ئې نه علم وي نه پوهه

د ایمان به څه پوه شي په خوند

چې وي هغه ناپوهه،

دخدای لپاره ته یوځل

سوچ وکړه له ځانه سره

خپل زړه 

خپل ګریوانه سره

خپل وجدان کړه قاضي

دوسترګې شاهد

انصاف وکړه ځانه سره

داښونځی چې دې سېځلی!

فرنګ ،که افغان ،

څوک دې پرې وژلی؟

صبوره بس کړه دا ګفتار

چې سونیمچه ملادې سرنکړې په دار

-
بېرته شاته