(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که راسره وغږیږې

شـــــډل شــــــــــــډل خیر که څو ښکارېږې
ستا پـــــــــــه ځیږه ژبه کې ننـــــــګ وېنمه

هر وخت د وېنمــــه شلیــــــــــدلی ګریـوان
تل دې حــــــــــــــالاتو سره په جنـګ وېنمه
پخپله ښــــــــــــــــکلې او ځېږه پښتـو کې
که راسره وغږیږې بیـــــــــــــا پښتـــــــــونه
دغمازانوله مـــــــــــــــــــکارو سترګـــــــــــو
ځــــــــــــان تــــــه یواځې او پنــــــا پښتونه
ستا له ځېږوځېږولاســـــــــــــــونو ځــارشم
نه دې په ســـــــــــــوال لا اموختـه تر اوسه
دخوب پرځـــــــای باندې همت خـــــوښوې
لرې ایمــــــان عزم پوختــــــــــــــه تر اوسه

دخپلــــــــــــــواکۍ او ازادۍ پــــه اُمېــــــــد
زمونږ هېــــوادد بیرغـــــــــــــــــــونوکور شه
یو دوه خو نه دي په ميلیـــــــــــونو شهیدان
بیرغ بیرغ شـــــــــــــــــــــه دقبرونو کورشـه
په اوږو مـــو ډیرې جنــــــــــــــــــازې یوړلې
خو هېڅ مـو پند ورځینې وانه خستـــــــــــو
مــــــونږه بریاوي تل پاللي نــــــــــــــــه دي

بیخي مو خــــــــوند ور ځینې وانه خستــــو
پدې هــــــــــــم نه لرم یقین خبر شـــــــــه
چې په نس وږی یمــــــــــه موړ به مـو کړي
بیا به دجنګ پر ځــــــــــــــای خـــوبونه کوم
پردۍ مړۍ به خورمـــــــــه پوړ به مـــو کړي
نه یو احتیاج مونږه دبل ســـــــــــــــــــلا ته

شکرحـــــجری نرخ او رواج لرو مـــــــــــــونږ
ضمیر مو کله غــــــــــــــــــــــــلامي قبلوي

ترڅـــــــــــو په سر دپښتــــــــو تاج لرو مونږ
که دې وي خــــــــــوښه راځه کښينو سره
تویوړی واک اوبرمتـــــــــــــــــــــــه به ورکړو
په دوه کسانــــو بــــــــــــــــــه سره وغږیږو
چې څوک شي ګرم بل ته ناغـــه به ورکړو

پرون په خــــــــــــوله نن پـــــه ټوپک غږیږې
دوخت پــــه هر رنګ نزاکت پوهیــــــــــــدې
نن چابدل کړې توري شپې خـــــــــــوښوي
پرون دژوند پــــه حقیقت پوهیــــــــــــــــدې

له څاراوفکر شعري ټولګې څخه

-
بېرته شاته