(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ښه موسم دی چرته تلو ته مې زړه کېږي
نن د کلي نه وتو ته مې زړه کېږي
کاش چې زه هم مرغۍ وی په هوا کې
کله کله الوتو ته مې زړه کېږي
وایم چې لاړ شوم نن د پیر بابا دربار ته
سوات بونېر کې دوه درې شپو ته مې زړه کېږي
چې رحمان او خوشحال خان چرته دفن دي
هغو لارو او کوڅو ته مې زړه کېږي
د بارېن او د مدین ښکلا نه ځار شوم
د چینو سړو اوبو ته مې زړه کېږي
دنګ دنګ غرونه چنارونه آبشارونه
ښکلو ښکلو نظارو ته مې زړه کېږي
د نظره مه شې ګل غوندې وطنه
هره سیمه دې کتو ته مې زړه کېږي
د دریاب په غاړه ناست عبدالله جان یم
د پښتو یو څو ټپو ته مې زړه کېږي

عبدالله جان عاجز بابا

-
بېرته شاته