(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مناجات

لیکوال : انجنیرعبدالصبورساپی

      یا رب ته عشق محبت وصفا راکړه        که ستابـلــه رضاوي بیاهمداراکړه

      کـیـنه بغض وعداوت نه موتل ساته        تیارو زړونوتـه پوهه اورڼا راکړه

الهی ته هغه راکړه چې ستاده رضاپکې، زموږ خیراوفلاح پکې۰

الهي ته هغه راکړه چې ستاده رضاپکې، دظلم وظلمت ، جهل وجهالت وي فناپکې۰

الهي ته هغه راکړه چې ستاده رضاپکې، موږته دنیک کارو ګفتاروعمل وي صفاپکې۰

الهي ته هغه راکړه چې ستاده ځلاپکې، زموږتیاروزړونوته رڼاپکې ترسواوسوبې ریا۰

الهي ته کریم ئې مظلومانوته ، ته رحیم ئې دردمندانوته ،ته غفورئې مغفورومغفورانوته ،ته قهارئې ظالم وظالمانوته خپل پناه کې موساته تل له ناروا۰

الهي ته کریم ئې مکرممینوته ته رحیم ئې راحممینوته  ته غفورئې دحق غافرینوته له خپل قهروغضب مو تل ساته مبرا۰

الهي بې لتانشته موږته بله امسا، ته مونیسه لاس هرچېرته چې بلا ده که خطا ده اوکه څا۰

الهي بې لتا نه په مخ تلی شونه په شا، ته دزړه قوت ئې  حُسن وعزت ېې مهروشفقت ېې په هرځای، نشته انکار ستاله کرامت۰ 

الهي بې لتا نه په مخ تلې شونه په شا، ته ېې دنیکې وپتمنې لارې تل موږته راهنما۰

الهی سپارو خپل ځان په تا، چې دي لتاسره هوسا دي هم بریا ناامید مو مشړه له خپل دره بېنوا۰

الهي ته ناظرېې په هرنظرپه سمه وي که په غرته قادرېې په هرقدو قَدَرستاله قدرته به څنګه پټ  کړو موږخپل بشر۰

الهي چې کارغواړي کاردان ته ېې چه ځان غواړي جهان ته ېې چې قوت غواړي ایمان ته ېې ناامیدم مپرېږده په دا دښت اوبیابان ۰

الهي نوروبصر ېې شمس وقمرېې ته عشق وظفرېې ته رهو رهبر، بی لتا نه شته مظهر۰

الهي ته ځان راکړه دولت اوایمان راکړه عشق په هردو جهان۰

           یارب چې تالري هغه ځان لري           بې لــتاهـغـه کلــه جهان لري

           ېــې پیداکــونکي پناه کـونکــي            ناچيزبنده  بېتا څـه توان لري 

 

الهي چې دوزخ راکړې بې زارنه یم چې جنت راکړې طلبګارنیم چې ستا وصال نه وي د بل څه خریدارنه یم۰

الهي  دوست له دښمنه کړې تفریق چې له تاسره وي په خپل رحمت ئې کړې غریق  وموساتې د ناوړ وبدکاروله هرفریق ۰

الهي ستا شکران ته هېڅ مننه  نشته ستافضل وکرم ته هیڅ لمنه نشته  لوړنعمت له د نه څه ده چې پیدا  دې کړو انسان، وچت لرې انسانیت  موهرزمان۰

              یارب چې انسان دې کړو پیداموږ            له انسانیته نکـړې مـبراموږ

              جـامـه دانســان کــې نـاانسان شو             چــې ستـاله هدایته بینواموږ

الهی چې پیداکړم تا پېژندوته مې سوال نشته بیا، ته لاس راکړه خوږمن یم دروزګارله درده دردمن یم مه پوښته لما ولې شاکي له شرو له شیطان وله غلیم بې لتا نه یم بند د چاسلیم۰

الهی ګمراهان دې پاتې نوح له بېړۍ کړه څوک دپه امسا غرق په رودې نیل، څوک ښکاردابابیل کړه، خدایه ساته بندګان دې له سجیل۰

الهی ته کریم ېې دکرم دې اوزان نشته ته رحیم ېې ستا د رحم میچ ته زمان ومکان وبیان نشته ته غفورېې بې لتا بل غفران نشته تاته محتاج تل ستابنده وبندګان دی بی لتا بل سبحان نشته۰

الهي تاته په دعا یو ستاهدایت اونظرته دل روبایو ته ورکونکی دلذت ېې ته ساتونکی دصحت ېې ته بخښونکی بې منت ېې ته رازدارد رازو ته لیدونکې دکړو ته رسونکی دآوازو ته مرحم دې دردو ته قوی موږضعیف یوته بی نیازموږنیازمندیو، ته حاضرپه هرځای په هرمکان  په هروقت په هرزمان موږ ناشکره بنده ګان۰

الهي په روی دې خوبان چې ستادي محبوبان، موږچې دردمندیو له روزګاره ګیله مندیواسیردتوراو سپین په خپل کرم و کرامت په خپل لطف اوشفقت له ټول مومن و مومنانوسره له ټولومومنه او مومناتو سره دعزت مقام ته کړې وچت روغه سټه سوله اوصفا کړې زموږه برکت ۰ومن الله توفیق

 برحمتکه یاارحم الراحمین 

-
بېرته شاته