(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چپن وړي چپن راوړي

یا تللی و چې وتلي سامان دملکانو

لوړپوړی سوداګردی چپن وړي چپن راوړي

دټول جهان نوکر دی چپن وړي چپن راوړي

هرڅوک که ورته سترګې برګوي یا پرې تېری کړي

بې تریخي بې ځګر دی چپن وړي چپن راوړي

له لوړوملکانوسره ګرزي په چپن کې

نه لوړنه سوروردی چپن وړي چپن  راوړي

وهلی یې چلم و برملک ته یې غوسه کړه

پرې مړ یې برادردی چپن وړي چپن راوړي

په دوولسوکلوکې یې خپل ملک له بدبدترکړ

نه مشر نه  رهبر دی چپن وړي چپن راوړي

سترګک چې کوي هرځل داخوهسې ټوکې نه دي

په دې کې یې هنر دی چپن وړي چپن راوړي

چې ویښ وي دهرچاله وېرې رپي لکه بڼه

په خوب کې زوروردی چپن وړي چپن  راوړي

بیا تللی و چې وتلي سامان دملکانو

مات شوی یې وزردی چپن وړی چپن راوړي

بسمله تېروې داقېمتي وخت په چاباندې؟

نه ښځه اونه نردی چپن وړي چپن راوړي

-
بېرته شاته