(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مینې پیغامبره

په سپين سبا پلوري

څوک مو په چم څوک برالا پلوري

په سپن سترګۍ مو په دنيا پلوري

دا د پردي فرهنګ واکمن غلامان

جګې شملې مو د بابا پلوري

زموږ کلتورته دوئ په سپکه ګوري

چې مو محراب سره ملا پلوري

ډير بد حالت موپه وطن حاکم دی

دوئ مو هر خيل جلا ، جلا پلوري

موږ په قومو نو لر او بر بيلوي

ټوله هستي زما او ستا پلوري

دګران هيواد پټ او ښکاره دښمنان

په سپين سترګۍ مو په هرچا پلوري

کلي بانډې موپه په بمو ورانې شوې

دوئ زمونږ سمه او بیديا پلوري

که سره يو نه شو يو موټی نه شو

څوک به موځمکه څوک فضا پلوري

دا ټول پردي دي خپل کيدلاي نه شي

چې مو ښکاره په سپين سبا پلوري

دمینې پیغامبره

زما د مینې پیغامبره ته مې زړه کې اوسې

ای نازولی د زړه سره ته مې زړه کې اوسې

زه دې په مینه باندې پایم ته قبله یې زما

ای دکعبې ښکلی منظره ته مې زړه کې اوسې

ته یې ښکلا ته یې رڼا د دردیدلو زړونو

ای د زرینو وړانکو لمره ته مې زړه کې اوسې

که هر څو لرې دنظره یې هجران تیارو کې

لرې مې نه یې د بصره ته مې زړه کې اوسې

زه دې درتلو ته هرګړۍ هره شیبه شمیرمه

دمین زړونو مازیګره ته مې زړه کې اوسې

سپیڅلې مینه کله هم د هیریدلو نه ده

ای د موجونو سمندره ته مې زړه کې اوسې

ته وسیله د راز او نیاز یې د غمجنو زړګو

ای مدني نورالبشره ته مې زړه کې اوسې

په تا که مینه شته اخلاص شته نعمتونه شته دي

د افغاني د زړه مظهره ته مې زړه کې اوسې

سمیع الدین افعاني

 

-
بېرته شاته