(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي بسمل شعرونه

په ناز ناز

ګل دنوبهــــــــارموکله هم چېرې لیــــــــدلی دی

داسې مې جانان دزړه په باغ کې غوړېدلی دی

عمر په ماتېرشوپټه خوله اولاس تړلی وم

مات مې ځنځیرونه کړل ماهرمیدان ګټلی دی

اوښکې ملغلرې مې دزړه په څړیکه وپېیم

جوړبه تېر امېل کړم دزړګي سر مې  راغلی دی

نیمه شپه شوه ناست یم له صنم سره دبام په سر

ستوري په نڅاسپوږمۍ له شرمه شپول نیولی دی

سر یې په ټټر راکېښود پټ یې کړم په زلفوکې

ته وا کوم ورېښمین دسمال په چاچا اچولی دی

نغاړم یې په اووپوښوکې ساتم یې له دوړو نه

مخ یې نورانی دی دخالق رب نازولی دی

شین سهار و ولاړو لاس ترغاړه دګلزار په لور

حسن دګلرنګ مې هرګلاب ته رنګ وېشلی دی

ځکه پرې یاسین وایم چې څوک یې رانظیر نه کړي

ډېر زیات پرې وېرېږم هم شېرین دی اوهم ښکلی دی

زلفې عنــــــبري یې ولې نن کږې وږې ښــــکاري

 بیایې لېونی بســـــــــمل په ناز ناز زنګولی دی

بلبلک

نن مې په کوګل کې زړه یوبل ډول درزاکوي

سکیپه کې جانان ګورم خوږه خوږه خنداکوي

ډېر یې دلیدو په تمه داخوااخواوځغاستم

شکرچې انلاین شوتودمجلس لکه پخواکوي

سم ورته کتلای نه شم نه چې په نظیریې کړم

ګوري په حیاحیاپه سترګوکې مسکاکوي

خدایه لایې زیات کړې برکت په ګلورین حسن

ستوري یې په مخ ناڅي سپوږمۍ یې تماشاکوي

سترګې چې راواړوي دازړه مې دومره وغورځي

ته وابلبلک دی په ګلانوکې هواکوي

ناست یم له ګلرنګ سره جاموکې نه ځایږمه

وه خدایه چربانګ شواذانونه به ملا کوي

لمر راوخوت غواړمه رخصت ځم له جانان څخه

غرېو یمه نیولی پښې مې سستې شوې لړزاکوي

ای خالقه راولې بسمل چې ښه ډېرنازورکړم

څوبه خواره کی په شوګیروکې واویلا کوي

پالنګ ته

یوڅوک دی هرسهار یې ویښوم په بسم الله

ګلونه درخسار یې ښکولوم په بسم الله

راپورته شي دخدای په نوم دخدای عبادت وکړي

دښې ورځې دعا ورته کوم په بسم الله

خوب وینم شاپېریان یې راته راوړي سره ډولۍکې

یاسین دسپین جبین یې مچوم په بسم الله

اوس نه څښمه ترخې اوبه خمارمې نه ماتیږي

خوږې لبې میګونې یې زبېښم په بسم الله

په صبح ودم تېر تاو وي ملایکې داسمان

خواره واره زلفان یې سموم په بسم الله

اخېرخدای مهربان شو صنم هم مینه اظهارکړه

زه ځکه سراومال تېرجاروم په بسم الله

ستومان وي جانان سر کېږدي په غېږ کې راویده شي

ورو ورو یې ترسهاره زنګوم په بسم الله

هم جان دی هم جانان دی دزړه کورمې پرې ودان دی

ډېرګران دی په ما ګران مې نازوم په بسم الله

ښایسته دی لکه ګل دنوبهارسخت پرې وېرېږم

اسفند خو ورته ځکه دودوم په بسم الله

بسمله دزړه سره که پاک رب مې په نصیب کړې

پالنګ ته به دې پاس راخېځوم په بسم الله

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19712

دمینې خطبه

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه

ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه

نن ده ورځ د میینانومرغد دې ښه وي

ترپالنګ دررسېدلی وای جانانه

سورګلاب مې نن دسترګو په ستیج ناڅي

ستا په زلفومې ټمبلی وای جانانه

یوساغر دې له میګونو وای راکړای

په مزه مزه مې څښلای وای جانانه

دکلوکلو ارمان مې زړه کې اوسي

ته راغلی دی وتلی وای جانانه

اوږدې زلفې دې خورې وای زما په مټو

زنخدان مې دې زبېښلی وای جانانه

ما دمینې خطبه وېلای په محراب کې

ته مې څنګ کې درېدلی وای جانانه

بسمل تاله ربه غواړي ارمانجن دی

دغه سوال یې خدای منلی وای جانانه

۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۳

-
بېرته شاته