(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

نن راباندې بوی د پسرلي راځي څوک دی چې خیالونو ته مې ځي راځي کله چې د ګلو منځ کې کښېنمه خیال ته مې ستا شونډې اننګي راځي روح مې د زړګي تارونه وچېړل وینه کې مې جوش راځي مستي راځي زه د تغیر نه ډک مزاج لرم ماته په هر حال کې زندګي راځي څو چې یو وجود نه شو یو روح نه شو کله په ژوندون کې خوشحالي راځي زه په شاعرۍ کله پوهیږمه چرته د یو لوري نه راځي راځي بیا په پښتونخواه پسرلي ول شولو بیا د اباسین مازدیګري راځي

Professor Abaseen Yousafzai -
بېرته شاته