(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي قیام شعرونه تازه شول

داسپرلۍ دئ؟
چاوې دلته،اوس موسم دنوبهاردی
ماوې،داخوبيادتيرمني تکراردی
ماوې دلته،نه کوچيان شته،نه رمې شته
نه شپونکئ شته،نه شپيلۍشته،نه نغمې شته
لاخو خړې بوړبوکۍ دي،چې تاويږي
نه نسيم دسباوون شته،نه وږمې شته
نه په باغ کې تورببرئ شته،نه سورګل شته
نه بوراشته،نه طوطي شته،نه بلبل شته
لاخوټولې دښتی،خړې پړې ښکاري
نه غاټول شته،نه پوروتي٠نه سنبل شته
ماوې،زه قيام ،حيران يم دې بهارته
دسپرلي په وخت،دتيرمني تکرارته


الحاج الهام الدين قيام والدورف/جرمنی
 

د١٣٩١کال ددولسموټولګيودفارغانودکانکورپه ازموينه کې ددرغليوپه اړوند مې خپل يوپخوانی شعررايادشو٠سره لدې چې زمونږمشران له يوه سره داوريدو غوږونه ،نلري خوبياهم مونږبه ژاړو اودوې دې راپوری خاندي،

درقيب انصاف 
 
داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل
 
ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل
 
هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل
 
ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل
 
دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل
 
کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل
 
واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل
 

ښځه

ښځه مورده،ښځه خورده

ښځه ترور،ښځه ننګورده

ښځه موردبشريت ده

څوک ئې ځوی دی،څوک ئې لورده

دبشردبقارازدی

ګهواره ئې دشعورده

سرچينه دمحبت ده

ښځه لوړدمينی شورده

دهرکوربله ډيوه ده

پرې روښانه هريوکورده

لکه لمرښکلي ځلاده

چې رڼائې په هرلورده

دټول ژوندښکلی ملګری

دميړه دمټو زور ده

دادښځې برکت دی

چې پرې داجهان سمسورده

که داښکلئ موجودنه وي

نوبياداجهان نسکورده

الحاج الهام الدين قيام والدورف/جرمنی    8.03.2013 دښځونړيواله ورځ

 

ماوې کاشکې

چاوې خط دې په پښتو وای
کتابت دې په پښتو وای
داپردۍ ژبې دې هم وای
خوصحبت دې په پښتو وای
مورئې غلي ورته وې چې
عبادت دې په پښتو وای
دابه څومره ښه وای،خدايه
چې جنت دې په پښتو وای
پلارورچيغې کړې چې ځويه
شريعت دې په پښتو وای
داپښتودې شريعت وای
قضاوت دې په پښتو وای
ماوې کاشکې ائ پښتونه
لږغيرت دې په پښتو وای
که دې سل ژبې هم زده وای 
خو عادت دې په پښتو وای

الحاج الهام الدين قيام
21.02.2013
دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ

 

-
بېرته شاته