(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرښتو په شانې نه یې

د پسرلي د گلو سا یې ، ښایسته یې ښځې

د ژوندانه د تورو شپو بله ډیوه یې ښځې

دخپلې مینې په هنر کیڼې کږې سموې

د پرښتو په شانې نه یې ، پرښته یې ښځې

ته چاته مور یې ، چاته خور ، چاته د ژوند ملگرې

ته لکه مینه ، یوه ښکلې حادثه یې ښځې

ته لکه اوښکه د سپوږمۍ چې گل ته رنگ ورکوي

ته د رڼا د خدای د ښکلي مخ شغله یې ښځې

کله نازو ، کله ملاله ، کله ښکلې ناهید

کله سپرغۍ د چا د ننگ ، کله شمله یې ښځې

کږې وږې لارې مې پل کړې د تاریخ د کوڅو

چېرته چې زه یم هلته ته هم راسره یې ښځې

ته مې د کار او زیار په منډو کې قوت د مټو

ته مې د رزم په ډگر کې ولوله یې ښځې

کله مې گل د افتخار شې د پگړۍ په وله کې

کله زما د وچ غرور ، توره قصه یې ښځې

زما غیرت د شرم داغ شي د تاریخ پر تندي

چې قرباني یې ته د دروغو په پلمه یې ښځې

څوک دې قفس کې بندوي ، څوک دې وزر ماتوي

چاته پیاله یې د هوس چاته نشه یې ښځې

د زمانې کاڼه غوږونه ستا آواز نه اوري

د غم سرود یې ، د دردونو ترانه یې ښځې

راځه چې ماتې کړو په گډه دا زړې زولنې

تر څو به ناسته د تقدیر په بهانه یې ښځې 

  د مارچ  د  اتمې نیټې د ښځو د نړیوال پیوستون د  ورځ په مناسبت  : زما د هېواد افغاننستان رنځېدلو او ستم زپلو ښځوته : صدیق کاوون توفاني

-
بېرته شاته