(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علي خان ساپی شعرونه

وطنه لاس پورته کړه

   ګرانه هیواده، دې زمریوکوریې،

 دې دښمنانوګوریې،

دې هرخاین پيغوریې،

 خپله سلام وامان یې،

ولې په نړۍ کې شر وشور یې؟

دې جنت بیکۍ یې،

 دې برم ټېکۍ یې،

زموږ دې هریوه دې ویاړ جنډۍ یې،

هریرغمل ته پرتا دې سرواوروتبۍ یې،

دې بارانونوچمن یې،

 دې رنګارنګ ګلانوبڼ یې،

دسیلابونوناوې یې،

 دې خیراتوخیمې یې،

دې جهادونوتوره یې،

دې افغانانو موریې،

تل پرې بوره یې،

په میوند کې ملالۍ ګوره راګوره،

امریکن هیره وی نشي تورابوره،

ته دې جهاد سریځه یې،

په اسمان کې هلال یې،

دسترګودپاسه وریځه یې،

ستا دې وفاځانګوکې،

زموږماشومان ځنګیږي،

تاپه هواوهمت کې،

زموږاتلان لویېږي،

زموږ دې ږوندون سنګریې،

دمرګ واریې،

 دې اغیارپه سریې،

په تاکې پټ زرونه،

دې شتمنۍ کانونه،

زموږ راتلونکي ږوند ته،

 زیرۍ دې خیر راوړي،

نوربه زموږ دښمنان،

 بدبختۍ ځان ته وروړي،

موږه یې ډیرځیلن کړو،

چې دوی به خیر راوړي،

ستادې زامنو په مټ ،

که پاړس وهند نسکورشو،

تاکې ختیځ ولویدیځ،

هم ګوډ ومات مخ تورشو،

 ځان دې دې  ننګ په لارکې،

 تل قلندرجوړکړۍ،

په تویېدو دې وینو دې،

 سمندرجوړکړۍ،

نوربه په تاباندې څوک،

 دې یرغل زړه نه کوي،

ږوند کې ډوډۍ په وینو،

پورې خواړه نه کوي،

نن به ستا لوړه شمله،

 دې پتمنۍ نخښه (نقشه)وي،

دې نوي نسل به مو،

دې ازادی نیشه وي،

ته به ویاړنه پرې کړې،

 لکه میرویس وشیرشاه،

 له دورانیو څخه،

 دې توروپلاراحمدشاه،

ستادې پوهنې زامن،

 ابن سینا وفارابي،

په تصوف کې رحمان(۱)،

ډیرلوی عالم زموږه،

 دې ریحان پلاربیروني،

 دې پوهې وفکرلیډر،

جمال الدین افغاني،

چې دې دښمن ترپښو،

لاندې نړۍ خوځوي،

 وطنه ستا سترګې موږ،

 اوزموږستا لورته دي،

خو نن دا نه پوهیږو،

چې زموږ سترګې چیرته؟

اودې چالوري ته دي؟

 موږ نن دې تا په غوښو،

 پوسې چړې راآخستي،

داخو دې پک سپکه ده ،

ستاموآډوګې ویتسۍ،

تاکې پيسووڅوکي،

 کړو پخپل منځ کې برباد،

کړومو دنیاته بدنام،

 دې افغان دېرلوی جهاد،

وطنه لاس  پورته کړه،

 دې پاک الله دربارته،

چې نورموزړونه یوکړي،

 ستا په چوپړ وسوله،

 کې مولاسونه یوکړي،

نورراته صبرموهم،

وایې چې صبرپای شو،

شاید چې ستادوعابه ،

الله ته ومنل شي،

او که نه زموږ دعاوې،

 به الله وونه مني،

څو چې دې ځان لپاره،

یوافغان بل ورور وږني

راته مه وایه

بـرخوډیــرخلک خپل کـورڅخه شړلي
دې بیلتون غـیسي پـه زړوکې لګـیدلي
 
خوشحالۍ یې پـه خـفګان بـدلـې شـوي
تـرهـرګـوټــه دې نـړۍ چـې رسـیـدلي
 
نـه هستـیو نـه نـیستـیوکې پـه ارام وي
دې هجران پـه اورکې خـوراځوریدلي
 
بې وطنه خوب کول راته ویښتوب دی
بـې خـوبـیوکې مـې شـپې دي سباکړي
 
کوم ګلان چې دې هیواد مې وو لیدلي
دې زړه بڼ کې مې پـه مینه دي کرلي
 
اوبه وم بې په باران له ډند دې سترګو
دې بـیلـتون دې اوراهـاړ رانـه وهـلي
 
راته مه وایـه چې زمابه وطن هیرشي
مـاشـودې دې پـښتـنې پـکښې رودلـي
 
راته مه وایه خواخوږي به مې هیرشي
مادې هغوی پـه یادکې هـرمهال ږړلي
 
علي خان به یې مني په دواړوسترګو
پـاک الله څـه چـې ازل کـې وي لیکلي
-
بېرته شاته