(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر

پروا یی نه لرم برات وي که اختر تیریږي زما ژوندوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلته وو نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپر تیریږ ي خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل که نه جانان له ما نه پټ په بر ګودر تیریږي ډ یرې روژ ې او اخترونه دلته ځي او را ځي په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي دلته په فون مبارکۍ وي بی خبر تیر یږي مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي داور لمبئ زمونږ دکور کلي په سر تیریږي زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي

Mohammad Yousuf Khedmatgaar MazdoorZoi, Norway -
بېرته شاته