(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مایو وار پاچا که

 ما یو وار په دې وطن کې پاچا که

په  دیموکراسی یا زور یا فتوا که

          یا په توپونو یاپه بمونو د هوا که              

 یا  د سیاسی ګوډګرو  په دوا که

 یا د سپينو سیاستوالوپه دعا که

ټوله خلک به روږد په غلا  کم

واکمن به له قانونه بې پروا کم

غلا اواختلاس به ټولو ته روا کم

دا وطن به غلام د ټولې دنیا کم

زما غوره کولو ته یو لاره پيدا که

 ګوره ما بوس بادویو وار پاچا که

د افغان دکور مخي ته به اوښ کړم چو

 د دوپه خلکو پوست به کړم ډک له پو

د وطندوستو پر مخ به کړم ناړې تو

دچورکراسي تور به وغوړوم هرسو

ما خپل پکښې کول  دارګ اغا که

 لاسونه   پښې دي مچوم ما پاچا که

یا د  اول یا دویم  مرستیال  راکه مقام

زه نمایندګي کوم یوازې د خپل کام

زما لاسپوڅي نه پوهیږي ان په سلام

 څه دغلا په رنځ اخته دي څه دنفاق په جزام

  ما ته د کامي شخصي ګټو یوه لاره پیدا که

 ما اشا ددې ملک دویم یا درېیم پاچا که

یا مي  کړه د یو مهم وزارت وزیر

 زه پلورم په هر مملکت خپل ضمیر

کار کول په ما ده غوښه د خنزیر

ټول وزارت به کړم دیو قام اومسیر

 دغلو او ګواکیانو  سره  زماتړیا که

ما  په دې وطن کې یود لویو وزرا که

 په سندوک کې ما ته رایې واچوه خروار

زما نه بل نه سته په هیواد کې لانجه مار

په پند به ددولت  کارونه  کړم تار په تار

په هر بد کا ربه زه کوم خامخا ټینګار

  یوازې زما غرتې به په شورا کې انګازا که

ته یو وار ما تارتوک وکیل د  شورا که

 یو وار راکه ماته   مقام د قضاوت

ټوله به کړم کمبله  له وطنه د عدالت

 دټولو خاینانو به ژوند کړم سلا مت

حق به څوک نه لري د غله د ملا مت

ما یوازې خوارانو ته تربوخته هوا که

یو وار ما کیسه بر قاضي د قضا که

ما په دې بې خاونده وطن کې کړه تجار

چې هر څه دخپلو ناروا ګټو کړم جار

دوخت تیرو دوا اوخوړو به کړم ټوله بیمار

دا وطن به کړم د بې کیفیتو موادو بازار

 زماپه سترګو کې ختونکی تړل د ملا که

ما د آزاد بارازپه پښه تړلی پاچا که

 [ په سترګو کې ختل ] باالکل بې حیا او بې شرم کیدل ،[ پند ورسره کول ] فریب ورکول،[ دوپه سړی ] بې اعتباره سړی ،[د چا کورته اوښ چو کول] څوک په بلا اخته کول،[خپله پکښی کول]خپل مقصد په غلا حاصلول

  

-
بېرته شاته