(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ظا لمانوقافـلې

چــې زمــــا او ستــــا تـــرمېنـځـــه فـاصـلـې دې
راپــســــې  دَ  ظــالـــمــــانــــــــو  قــــافــلـــــې دې

هغـوئ کلـي کښې زمونـږ سُکـون ورک کـړ
ے
چا چې کلــي کښې زمـــونـــږ کـــړي دمـــې دې

لا  ديــــدن تــــه دَ جـــانــــان لــېــــوالـــه نــــۀ يــــم
پـــه جــانــــان وطــــن زمـــــا بــلــــې لــمـبـــې دې

دَ اخـتــر پـه ورځ غـربـت ډېـر زيــات خـفــه کړم
چــې  مــې  زوي  ؤوې  جـــامــې زمـــا زړې دې

شپـه او ورځ بـه ئې پـه سـور اور کښې تېريږي
پـه دې دور کښې چې څـوک هم بې پېسې دې

وطــــن ځکــــه تــــرقـــــي زمـــونــــږه نــــۀ کــــړي
ژرنــــدۀ  پســــه  ده  او څـــه دانــې لـمــــدې دې

وسې ؤکړ
ے پرې هر چا ســر ئې ټيټ نــۀ کــړو
دَ پـښـتــون قــام څـومــره لــوړې حـوصلــې دې

پــــه بــې امـنـــــو بـــه يــــو ځــلــــې اثـــــر ؤکـــړي
اورېـــــدلــي  مــــــــا  دَ  امــــــن  تــــــرانـــــې  دې

مونـږ دَ روڼ سحـر اميـد پـرې ښـود
ے نـۀ دے
څــه دَ جـبـــر کـــه خـــورې تــــورې تـيـــارې  دې

پـښتـنــــو ! يــــو  دَ  يــــو بـــل دشـمـنــــان ولــــې
زمونږ مېــځ کښې دَ صفــا وينـــې رشـتــې دې


ستمونه په خپــل ځــان کــړو مــونــږ تــــوابــــه !
څوک وئ مونږ ته چې دا چا کـړي ښېــرې  دې

Tawab Turabi
-
بېرته شاته