(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي بسمل شعرونه تازه شول

 زړه مـــې نه ځي لـــه خواږه  

 ګلاب رنګ جانان ویده  زه ورته ناست یم 

 سر یې زما په زنګانــــــــــه  زه ورته ناست یم 

 په خواږه خوب اړخ په اړخ واوړي  راواوړي  

 لږ را پورته کړي باڼــــــــــــــه  زه ورته ناست یم 

 خوشبويي  یې دبــــدن  له مانه تاو ده 

 ورته غورځي مې دازړه زه ورته ناست یم  

 دښایسته مخ پلوشویې ملک نیولی  

 لکه لمر په لمرخاته زه ورته ناست یم  

 تورې سترګې یې له ځایه ښایسته دي  

 پکې نه ښکاري رانجه  زه ورته ناست یم  

 په اړخ واوښت لب یې وروپه خوله کې راکړ  

 نی شکر څه دي لا څــه زه ورته ناست یم  

 دکورسي ایت مې څـــوځلې پرې ووېل  

 وخت نږدې دی دلمانځه  زه ورته ناست یم  

 که لمانځه ته ځم ګران ښوري راویښیږي  

 زړه مې نه ځي له خواږه  زه ورته ناست یم  

 بس همدلته یې په سپین مخ سجدې  ږدمه  

 نور نو وکړم  خدایــــــه څه  زه ورته ناست یم  

 ای  دزړو مالکـــه ته خو ښه خبر یې 

 چې تر تا دروستم ده زه ورته ناست یم  

 ښکولوم په بسم الله دجانان شونډې 

 زه بســـمل په اوداسه  زه ورته ناســـت یم 

 ګلاب رنګ جانان ویده  زه ورته ناست یم 

 سر یې زما په زنګانــــــــــه  زه ورته ناست یم 

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19960

 

وه جانانه څومره به لا نوردرپسې ژاړمه

کومه خواچې ځې جانانه وړې مې له خپل ځان سره

وامې خلې په غېږ کې مښلوې مې له ګرېوان سره

ستا په یو نظر کاږه واګه داکاینات شي ټول

شور ورکړې جهان ته ښوروې  مې له جهان سره

هسکه سرایي غاړه دې لوړه تراسمانه شي

زلفې رااوږدې کړې زنګوې مې له پېزوان سره

زه لکه پېزوان ستا په مخ زانګم ښکولوم دې خوله

مات مې پرې خمارکړم دکلونو له ارمان سره

تا بیا دسینې په ګلدره کې راته جوړوي ټال

کله په کابل کله مې ولې له پغمان سره

سېب دزنخدان دې دی غونډۍ دعرفات جانه

شونډې مې پرې ږدمه له سجدو او له ګریان سره

پوزه دې مقام دابر اهیم زینت دخدای دکور

خال حجرالاسود دې  جوړه ګرزي له قران سره

ګورم دې تصویر ته چې رخصت واخلې له ماڅخه

اه مې دلمبو په شان یوځای کړم له توفان سره

کله چې دبام سر ته راپورته شې دروالوزم

دومره مې سرلوړشي چې لګیږي له اسمان سره

تا په خوږه مینه زه درب تر دره وروستم

تل به جوړه ګرځو پرې مې نه ږدې له شیطان سره

ډېر غواړي چې ما پخپله لومه کې ورونیسي

شکر خدایه شکر ګرفتار یمه له ګران سره

وخت دصبح دم شو غرېو نیولی او داشعر لیکم

بس دی ځم لمانځه ته ملاقات کړم له سبحان سره

وه جانانه څومره به لا نوردرپسې ژاړمه

سترګې مې دوینو په شان سرې شوې له فغان سره

صبر دې کاوه خاکساري هم کوه بسمله ته

درخته مېوه داره اورمېږ ټیټ وړي له ګوزران سره

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19949

په قران کوم اقرار زه

رنګ اخلم له ګلوګلورین لرم نیګار زه

هرڅوچې یې وینم نه مړېږم په دیدار زه

داچې ورځ تربلې تازه کېږم څوک خبر نه دي

زېری  په ما شوی نوربه نه کړم انتظار زه

وایې ړاوکاروان دداستانوله یونظرسره

هم یې په خوږه موسکا ېخود کړم هم خمارزه

ماورته شبنم اوښکې په سترګوکې نیولې وي

ګل غوټۍ ویده وي ورته ناست یم ترسهارزه

کله چې غونچه خوله سپڼوي بلبلان سورکړي ساز

لی اوتال دمینې سره ګرم کړم ستارزه

راشي دغزل په پردوګرمې کړي نغمې نغمې

ښکول یې کړم پستې پاپۍ رخساریې په باربارزه

وخت دصبح دم دی ځه چې پورته شواوخدای یادکړو

نورله داابس خوبونوډېریمه بېزار زه

هومره به په جګوسترګوځم درب حضورلره

څومره چې تاښکول کړمه اوڅومره دې سینګارزه

دومره چې ماغواړې نوداهم واوره بسمله ته

بیابه دې خپه نه کړم په قران کوم اقرار زه

په تا ګلونه وروي

نن مې بیامیینې سترګې بارانونه وروي

هربڅرکی یې له مینځه ګلابونه وروي

فواري دي هرطرف ته مې له سترګو وهي دارې

اسوېلي مې له اسمانه تندرونه وروي

له سهاره تربېګا مینځم دتا مینه په اوښکو

ځکه نیمه شپه په ماخدای رحمتونه وروي

داسې نه چې تلاوت مې وي په وچوسترګوکړئ

چې قران لولم دشپې مې زړه دردونه وروي

نرۍ څړیکې مې په زړه کې اورشیندونکي غرونه سازکا

لېونۍ مینه مې هردم فریادونه وروي

دیارمینه لېونۍ ده که له ما خدای مجنون جوړ کړ

دلیلادناستې ځای په مااورونه وروي

غرغره دشم خویوځلې دتاپه دیدن موړوای

بیا یې لاس خلاص چې څوک څومره تهمتونه وروي

په ماګران بسمله بیا ولې په کوکوکوکو ژاړې

راشه ټول بدن مې باغ په تا ګلونه وروي

 
-
بېرته شاته