(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ

کونړ سیمه دري دري ده

ښایسته دره د مزار ده

هم باډیل او دیوګل دره

پیچ دره ځانته ښکلا ده

د اسمارنه تر نورستانه

د شیګل دره ده خاصه

ښایسته نښترپه غرونو

ښکلا ده دغروپه څوکو

چې داسمانه يي تماشا کړی

خاصه ښکلا لری دا دری

د اسمارسیند بهیږی همیشه

هم ښایسته سیند د پیچ دره

پامیرغرونه د دواړومبدا ده

بهیږی څلورفصله دوامداره

دا سیندونه سره شی یوځای

غاړه په غاړه په چغه سرای

چینه د منډکول یی ده ځای

بهیږی تر اباسینه تر پای

د جلالا اوبي خوږیږی دی

شاعران يي همیشه ستايي

د شونکړی نه تر میټي

د سرکند نه تر شالی ولی

ولاړی دی دغرو په سرو کې

څیړی، ګرګوری هم مماڼی

 دنورګل نه تر څوکي

د نرنګ ترسرکاڼو پوری

 ډیری اورشوګانی لری پراخه

ښکلی موسم د پسرلی یی دی ځانته

پشدی وریجی دکونړنوم لری خاص

په افغانستان کې مشهوره دی خاص

ښایسته سمیه پکی د خاص کونړده

 ما پکی خړپوسی کړی همزولوسره

ډیره ښایسته ده میاخیل ته دا سیمه

نوم و نشان لری، ده تاریخی سیمه

Said Shahmahmood Miakhel

-
بېرته شاته