(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

تخم لرې هلکه ؟!

دانجونو غوښتنه له زمان سره تغیر کوي

یو شی غواړي خو د هغه مانا تعبیر غواړي

انجونو په اول سر کې ویل  تخم لري هلک

یاني لوړ تحصل   کور او موټر لري پالک

چې نظام بدل سو  ویل یې تخم لري دا جره

یاني ترخیص ، کور او موټر لري  داشیره

د نظام په بدلیدود تخم مانا هم بدله سوه

همدا تخم دانجلۍ  له هلکه غوښتنه سوه

دمجاهدپه دور کې یې ویل  تخم لري بلاګی

یاني  توپ و توپک، کور او موټر لري ژڼکی

اوس هم  پو ښتي  تخم لري هغه سره خوله

تنخاه ډالري کور او موټر لري هغه خامه خوله

همدا د تخم سیاسیت دی تر اوسه  چلیږي

انجونې زړې سوې مړونه نه ورته پیداکیږي

  مګرانجوني تر اوسه له تخمه نه کښته کیږي

 تر اوسه لا هم تخم له هرهلکه غوښتل کیږي

آیا تجارت دتریاکو  په کورکې حمام لري یوړ

آیا په دې نظام  کې دمقاومت  دمقام لري پوړ

***

 پخوا زلموټو پوښتل آیا  انجلۍ لري شات

یاني شر م ، ابرو  اوتوان  لري  دمشکلات

اوس چې   طبیعي شات نه پیدا کیږي اصلي

هلکانو هم   خپل نښان بدل کړې د انتخابي

 اوس څلور وریځي وایي داسې انجلۍ غواړم

چي شیدي  ونه لري ، ښځه نه، انجلۍ غواړم

شریک،  یار، دوست او یاور ونه لري تونګه

چې نه بایده زما د کام پر ې نه کړي سونګه

 که دا تخم تخم غزلې وي ددې انجنوهرزه ګو

هلکان به هم بدل کړي خپل د دې شاتو لاګو

وايي به سپینې  شیدې والا غواړم انجلۍ

  چې شهرت یار دلداراویا ورولري  نوچۍ

***

انجنو پریږدې  داد هګۍ جنګي سرک او پچک

 اخیر مو هرخوږ خټکی خورا ک کیږي د موږک

بې ښځې سړی ښه دی نه په کور کې تل جنګ

 ان وسپنه چې ډیره پاته سي اخیر یې وهي زنګ

 وبه کړئ ارمان پيدا به نه کړئ تخمي ځوان

 اوس ځان پلورنکي لري تخم یا وطنفرشان

د تخم په اول توري تړلی دشیره واکو سیاست

 څه غواړې جنګ ، زده کړه  یا د تریاکو تجارت ؟

وییونه

تونګه ( ځوانه جنۍ)، نوچۍ( بازاري جنۍ)، شیره  ځوان ( نابالغه)، یوړ(بالغ هلک)، څلور وریځی( نوی بریتو خط وهلی  ځوان)،ژڼکی ( ځوان )، بلاګی ( وران هلک)، پالک (  په زوی توب نیول سوی هلک)، سونګه( پزه)

دبیان آزادي

دخدای فضل چې راغلې آزادي دلته دبیان

دنورو د بیان تلویزیونونه  سوه دلته چالان

موږ چې ویل دا زموږ  لپاره آزادي ده دبیان

شکردا د پردو د غرتولپاره آزادي  وه د بیان

  هرورځ سریالونه دګاونډ د کلتور چلیږي

 له ورایه یې سایه زموږ پر کلتور ښکاریږي

  اخوندان ز موږ د ناروغو رسنوسوي ډاکټران

هر ورځ رسنو ته پيچکاري کوي نوي امپولان

خبریالان مو په هر پردي کلمې بریتونه تاووي

دوطن دوښمنان له ډیره فخره بریتونه آړوي

ښځې مو شکر رنګارنګ هره ورځ وهي ټیکې

زوم ته وايي منګل سوتر باید هندي راواچوې

ماشومان خمیني پیژني  او د هندوانو بګوان

  پوهیږي  په اګلې جنم لکه د هندوانو ماشومان

په کورو کې ځړیږي د علي اوخمیني انځورونه

دکورو په تاخچو کې سته د بګوان ښکلي بتونه

ګرځي ماشومان په تورو ټوټو تړلي تندیان

په سړک ځانونه  په زنځیرو وهي نوی ځوانان

د ماشومانو په خوله کې سوی یا بجرنګبلي

دځینو ټوله ورځ وي  د یا خمیني جلي بلي

په خبرونو کې  داسې نوي لغتان ګېلیږي

چې د ساده افغان پر بدن ویښتان جګیږي

اوس ځوانان یو بل ته لاسونه سره جوتوي

دنمستې  په ویلو سرونه سره  کښته کوي

کور ودان دولته ! پردوته  د دې  آزادې د بیان

چې بې پیسو یې زده کړه موږ ته نور دینان

ماشومان  سپيني شیدې اچوې په توره ډبره

چې په  بل جنم کي نسي لړم ، مار یاخړه  ګیدړه

 دلته شکر آزادي دبیان  هیڅ   پوله نه لري

څوک حق ورته د مه کولو یا بدویلو نه لري

دبیان له آزادي  څخه دبیزو پرهار جوړسوی

ورځ په ورځ شړیږي دمیږیانو غار جوړ سوی

 له بیی یې اچولی دی  زموږ اصلي  دین او ژبه

بېله هغه  موږ په خپل دین نه ښه پوه یو نه   ژبه

موږ بې سواده خلک به  خود د بل پکه لور

 ترخپل ګرینګن زوی ښه ګڼي دبل په دستور

اخیر  شکرد ملایانو کالي سوه  لکه د اخوندانو

   د ښځوکالي اوخالونه  سوه لکه د هندوانو

خدای خبر چې لا به د پردو څومره راسي آزادي

د کلتور وزیرله چونګې خولې وځي خراساني

***

دلته  چې داسې خر په خر ګردانه  راغلی نظام

دښمن  به خود خپروي خپل دودي او دیني پيغام

«نظری » څه ګیله  مشر دي خپله لېټۍ خوري

 سپي یې د هډوکو پرځای سپینکۍ خوري

ړنده سترگه مو په برخه ده څه ويښه څه ويده !؟

 هر یو دخپلې  کڅوڼې دډکیدو په غم دی اخته

پردي به خود له فخره بریتونه  غوړ اوتاوو وي

چې د پيسو په کڅوڼو ددښن  کلتور پساو وي

 متل دی وایي چې  دیو کام مشرسي ساوڼ

ټوله لښکر یې خود په خود سي  ګوزاوڼ

 دا ټوله آزادي یوازې په کلتور او دین  څرخیږي

 د ټولنې اخلاقي ارزښتونه په سین لاهوکیږي

دآزادي  ډران   اخیر باد پرې کوي او پښه سپکوي

 دښمن د خوشمړی په زور خپله موچڼه اصلوي

***

د ې آزادي  دبیان زموږ ټوله مرضونه کړل دوا

د ټولو  خولې یې وتړلې  په خیانت  او فحشا

 که څوک  په ختا  وکړې دحق غوښتلو مظاهره

په تو پکو یې پاشل کیږي دحق غو ښتنو ماغزه

داچې مشران مو کاڼه دي  دې ته وایي  دبیان آزادي

وطن یې په خپلو چور کړ په دا بله لوبه د ځانکراسي

که بدل دا ښه قانون دنورو دبیان دآزادي  نسي

هیڅکله  به  په دې وطن کې ویل د راستي نسي

 آزادي ده خو څوک له اړه نسي ویلای رښتیا

خولې ټوله ښوروي خوټوله په درواغو او ریا

 ټوله په ریاد خپلي ګټې لپاره کیندي صوفان

  ساده  افغانان غولوي په نامه د  آزادي د بیان

یو دخاین نوم دلته اخیستلای نسي آسان

یو د اشغال نوم دلته اخیستلای نسي اعیان

یو بې پیلوتو الوتکو ته بدبد  کتلای نسي

د خلکو بمبارد ته هیڅ څوک بد ویلای نسي

قضا د واکمنو په جرمونو چپه خوله ده

دهغوپه بدبويه  بادونو دهر یوه پزه بنده ده

دا ده  اصلي دلته  د پردو  د  ژبې اوبیان آزادي

د هغو د مداخلې ، غصب،  دین او ایمان آزادي

[برېت اړول ] ځان بهادر ګڼل،[ برېت تاوول ] د شجاعت   ښوول، [ د بېزو پر هار ځنی جوړول] کار نور هم  مشکل ول ،[ له بیې اچول ] خرابول،[ خر په خر ګردانه] بی نظم او قانون کار

 

-
بېرته شاته