(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه تازه شول

رښــتـیـنـی انـځور

چـــې د پــۍ مــخو پــه ښــار کـې بې قرار وي
یــا بــه مسـافــر وي ، یــا خـــو بــه لاچار وي

د مــار پــه څــیـر څــرمــن اچــــوي لــه غـمه

هـغــه ســـړی چـــې لــرې لــه خــپل دیار وي

چــې پـــښــتون په مــخه ورشــي ژړا ورشــي

کـه هر څـومره په زړه سخت په ځـان تیار وي

د پــــردو موټــــرو تــصــویــــرونـــه کــــاږي

قسم لــکــه اســپــنـــدي بـــه یـــې روزګار وي

ځــیــنې ځـــــینې د یورپ په ژوند ډېر ویاړي

څه به خوار پردېس وي ، څه به یې وقار وي

د کـــلــــي نــه تـــل د غـــــم خــــبــرې اوري

د وطــن پــه غـــم بــه یـــې ځـیګر پرهار وي

د احمـــدزي پــه مـــخ بــیا اوښــکې بـهــېــږي

مســافــــر پــه زړه نــری پــه روح بیمار وي

غـــزل

یــار تــه چــــې ګــــورمــه فــکرونو کې ورک شم

د لــیــونــو غـــونـــدې ســــوچــونــو کې ورک شم

زر څه وي زور څه وي مال څه وي په عشق کې

نــادان نــه یــم چــې دې څــیـــزونو کې ورک شم

څــه ښــه وایـــي چـــې دولـــت د لاس خیـری دی

پیــســې به څه کـــړم چــې ظـلمـونو کې ورک شم

زه مـــیــن یــم لـــه هـــر څــه نــه بــــې پــروا یم

تــل د جـــــانـــان پــه صــفــتــونــو کې ورک شم

اوس زمونــږ ښــار کـــې رقــیبــان چړچې کوي

زه لــکــــه یـــتــیــم پـه ګــردونــو کې ورک شم

زړه مــې راته وایي چــې ســیـند تـه ورټوپ کړم

کــلــه کــلــه داســـــــې غــمــونــو کې ورک شم

دا شــاعــري به د احمــدزي کـــور وران کـــړی

د قـــلم په شـــان بـــه شــعــرونــو کې ورک شم

(جاوېد احمدزی)

 

-
بېرته شاته