(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څار

دومره خو نه يې زما نه زما کور واخلې
داسې مې سیزه چې ته هم رانه اور واخلې
زړه داسې څیز دی بې حکمته يې ګټلی نه شې
بلها څیزونه به له خلکو نه په زور واخلې

څار

خوب د عزیز څه کوې
رنګ په یوسفي تعبیر
اوښکه یعقوبي ښه ده
ځانله لټوي تعبیر
--------
نه مني فطرت زما
عقل د جنون امام
نیت چې په پښتو تړم
غواړمه پښتون امام
-------
دغه سرمایه لرم
بیا کوڅې ته راغلمه
سر مې په سر کړی دی
ستا کوڅې ته راغلمه
-------
وینې مې ورکړې دي
خاورې مې ساتلي دي
ولې د غوټو په ځاي
تورې ټوکیدلې دي؟
-----
یو دوه کې حیران یمه
څه غواړي څوک څه غواړي
زړه نوې قیصه غواړي
عقل يې معنه غواړي
-----
ته يې ځان له جوړ کړلې
ستایم د باغي هنر
داسې بیواکۍ نه خو
ښه وو ازري هنر
------
تخت يې د نیکه ستایه
تیښتې ته چې جوړ شولو
ورک شه د پیړیو شال
خوب مې پکې زوړ شولو
----
کله به حجره سیزي
کله به منبر لوټي
هوش چې مشیني شي نو
وینه د بشر ګوټي
------------
خوب کې مې بیګا هسې
بیا دلبره ولیده
څانګه د خونه کې مې
مړه کونتره ولیده
-----
څاڅکی د تیزابو وو
څاڅکی د ګبین نه شو
تور کاڼی يې ښکل که خو
تور زړګی يې سپین نه شو
-----
شور د عندلیب نه وو
شاړ دې وو باغونه ټول
زیري چې د لوږې وي
ورک شه موسمونه ټول


زۀ د قام په نوم هر ډولکي ته ګډ شوم ـــــــ
زۀ د مذهب په نوم د هر توغ لاندې ؤدرېدم ـــــــ
زۀ د حق د هر لښکر په سر کښې ؤدرېدم ـــــــ
زۀ د خپلې خاؤرې په سر د هر غاصب سره ؤجنګېدم ـــــــ
زۀ د نړۍ د هرې سيمې د ادم په فرياد ؤژړېدم ـــــــ
زۀ چې ډېران هم کنم، نو د پېړيو پېړيو زاړۀ تاريخونه اؤ تهذيبونه پکښې راښکاره کيږي ـــــــ
زۀ فصلونه لرم، خو دانې نۀ لرم ـــــــ
زۀ په خزانو ناست نهر يم ـــــــ
زۀ د سيند په مينځ کښې ولاړ تږے يم ـــــــ
زۀ د ژوند د هرې مېلې نه تش لاس راؤځم ـــــــ
زۀ ـــــــ
زۀ ـــــــ
زۀ د ننګيالو بې ننګه ميراثي يم ـــــــ
زۀ د وفادار څلي د خاوند بې وفا منجور يم ـــــــ
زۀ چغه مشرقۍ لرم اؤ توره مغربۍ لرم ـــــــ
زۀ د ياغي نيکۀ غلام نمسے ـــــــ
زۀ ـــــــ
زۀ د غليمانو کوربه ـــــــ
زۀ د خپلو رازونو خرڅوونکے ـــــــ
زۀ د کتاب ازار وهلے ـــــــ
زۀ په زړو قېصو مئېن ـــــــ
زۀ بې منزله لاروے ـــــــ
زۀ له نظرياتو لرې په شخصياتو سر ورکونکے ـــــــ
زۀ پټ سترګے مقلدـــــــ
زۀ ـــــــ
زۀ ـــــــ
زۀ بې لکۍ څاروے ـــــــ
هاهاها!
ماما په سوچ کښې لاړې ـ زۀ نور هم ډېر اوصاف لرم، خو نن به دومره پوره وي ـ کېدے شي، پېژندلے دې يم اؤ کۀ نۀ دې يم پېژندلے، نو د نوم وړومبے ټکے مې “پ” دے
(عندلیب-دیر)‬

 

-
بېرته شاته