(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپېدې راوچاودې

 خـدایه په نصیب مې کړې مرحم جانان

غم مې کړي قلم چې نه وینم جانان

 څه وکړم چاره څه ده پرهېز یمه

 خدای ته ځان سپارم تل یادوم جانان

 لاس مې په قران ایښی مالوظ کړی

 څنګه به په سره اورکې پرېږدم جانان

 خوب کې یوسپېڅلي وېل صابر اوسه

 خامخا به تاتـــــــــــه راولم جانان

 هره خوا لمبې دي له هرخوا سوځي

 پوه یم چې هیڅکله نه دی ګرم جانان

 تن کې چې روح نه وي دا ژوندی ګڼئ

 ځکه په رګ رګ کې ګرځوم جانان

 ځمه په خندا خندا د دارسرته

 خامخا به هلته ښکولوم جانان

 پاڅم زه بسمل سپېدې راوچاودې

 لمونځ یې قضأنه شي ویښوم جانان

 خـدایه په نصیب مې کړې مرحم جانان

غم مې کړي قــــلـم چــــې نـــــــه وینم جانان

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20026

-
بېرته شاته