(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلبلو چغار

په وعدووعدو می نور صبرتمام شو ساقي وران دمیو ځاې اومات می جام شو دخوبانوپه بازارکې سودایی شوم داغیار خندل رټل زما انعام شو که له خپلو ښکلو سترګو تپوس وکړی دادچا مینه کی جوړ راته الزام شو ګله ولی نن خفه اومړاوې ښکارئ په یوه خولګۍ خندا می ژوند تمام شو په مخ سره خالونه مه ږده لمر صفتی ګوندی داچی دښکلا عقل دی خام شم دښایست دحرم سرو لمبو ته ګوره پتنګ وسولو ډیوی ته لاس په نام شو روڼ سباکړو چاله تورحجابه لاندی چی پښتون زړوکئ ولویده بدنام شو له وفا یی جفا ښه ده تل می مل وي خدمتګارعشق ته تسلیم په دئ کلام شو

Mohammad Yousuf Khedmatgar MazdoorZoi Norway -
بېرته شاته