(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوولس څپه ایزه معـما

چې په خـوله کـلیمه وايي مـسلمان

وي ژوندی به څـوآبـاد وي داجهان

کړه خـبرياره له دې حکمتـه ځـان

که یې نــه منې دلـیـل کړه نمـایان

زه له خـېـټې درتـه نه وایـم داشـان

حقیقت دی لکه لمرغوندې روښان

شه تسلیم دواړه لاسي پرېده میدان

که ويـــل لرې نـوژريې کړه بـیان

ياځواب په نـظم غواړم دغه شـان

نه غزل ، نه رباعی دی نه داستان

په دې شکل یې پوهېـږي شاعـران

چې سرخلاص نه کړې په رمزد دې چیستآن

«اهتمام» دمهمانۍ کړه که يې ځوان

Zafar Ihtimam

-
بېرته شاته