(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن د مور اولاد

مسلمان  که مې دی سپین  د  دواړو سترګو

نو هندو مې دې  د  دوو سترګو تور

د سني او دشیعه  توپیر مې نه موند

ټول جهان مې پسې وکوت  کور په کور

هزاره، ترکمن، بلوڅ، پشتون  اوزبک

پنځه ګوتې؛ د یو لاس دي د سوک زور

پشه یي، نورستاني او قزلباش هم

دي زامن د افغان پلار، افغانې مور

په جملو او کلمو کله بیلېږي؟

ده پښتو  د دري  ژبې  سکه خور

د تاریخ  د معلم نوی سبق دادی :

چې پرون دې  وو  تربور، نن  د دی  ورو

که مې وینه په رګو  کې پښتنه  ده

هر تاجیک ګڼمه  خپل  سکنې  ورور

د  وطن  د مور اولاد  یوو بې  توپېره

یو مو ژوند دی، یو مو  مرګ  او یو  مو ګور

دښمنان مو بیلوي او جنګوي تل

د تاریخ  لاس  به  یې مخ  کړي  ورته  تور

 ارزي

یوه شېبه د یار  په غېږه کې خوب

ښه خوږ په سل ځلې مرګونه ارزي

له موسکو  شونډو نه یې خیال کې بوسه

د  شوکرانو په جامونو  ارزي

د تنګې خولې د  خندا یو لیدل یې

د ټول جهان  په سرو ګلونو ارزي

خوږې  خبرې او  د غږ سرود یې

په ترانو، نغمو، شعرونو ارزي

د خوب څپو کې یې د وصال تصور

د ورک فردوس په  لذتونو ارزي

د صدفي  غاښو  یوه بریښنا یې

د (کوه نور) په خروارونو ارزي

د شوخ نظر ویشتل  یې نیغ په نیغه

د یوه میېن  لښکر په زړونو ارزي

د کوږ اوربل د ویښتو هر یو  ول یې

د سمندرو په موجونو ارزي

د بې همتا ښکلا په مخکې یې زمری

لکه ماڼو پروت په اورونو ارزي

شاعر اسدالله زمری

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

-
بېرته شاته