(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږ وطن

لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي
لا يو مزدور د کارخانې نه کور ته ستړے راشي
لا څوک دهقان د خان پټي نه تر جونګړې راشي
لا يو سوالګرے د مالدارنه وروځې خړې راشي
لا څوک مظلوم د ظالمانو نه درګړے راشي
لا بې ګناه قېدي زندان ته لکه مړے راشي
زما زړګيه! بس د خوږ وطن قيصه داسې ده
د اورېدو نۀ ده قسم دے چې ترخه داسې ده

داسې غريب کره ډيوه سم د ماښامه رپي
لکه بيمار په ځنکدن د خپل انجامه رپي
داسې نوکر د خان له ويرې د ناکامه رپي
لکه مجبوره ګډوېدونکې ګل اندامه رپي
داسې غرېبه د يخنۍ نه بس تمامه رپي
لکه مېخوار په مېخانه سره د جامه رپي

تۀ خو مې چېړې چې د خوږ وطن خواږۀ بيان کړم
زما زړګيه! دلته څۀ دي اخر څۀ بيان کړم
چرې رژېږي نه دلې د ارمانونو غوټۍ
ګني نو هره ورځ رژېږي د ګلونو غوټۍ
دلته تازه اوسي همېش د حسرتونو غوټۍ
ګني نو ګوره څنګه مړاوې د مخونو غوټۍ
تل په ژړا وي په سلګو د اميدونو غوټۍ
ګني نو ګوره څنګه خاندي د زخمونو غوټۍ

ما وې د خوږ وطن قيصه ده زۀ به ئې سپوره نۀ کړم
خو د احساس چړې مې وژني کۀ ئې نوره نۀ کړم
لکه کچه مېوې د باغ سپېره سيلۍ ووهي
لا تيار فصل د دهقان چرته ږلۍ ووهي
لکه د پوه چنۍ کچه کچه غوټۍ ووهي
لا چرته ځول په توره شپه بلا مرغۍ ووهي
لکه ګل چين تازه ګلان په کټارۍ ووهي
لا يو جلاد د چا غلام نه کپرۍ ووهي

داسې مو خوږ وطن په تبر د خانۍ والے شي
داسې دا قام په تېرۀ تېغ د اميرۍ والے شي

زما زړګيه! داسې تېز شوې چې په څۀ غصه شوې
جوړ د وطن قيصه خوږه نۀ ده په دې خفه شوې
زړګي درزا کښې راته وې يوه خوږه نغمه شوې
د ازادۍ زېرے مې وکړې په وطن خوره شوې
دې خوارو زار اولس له ورغلے اول جرګه شوې
بيا د وطن په غليمانو يوه سره لمبه شوې

چې دا ظلمونه، ستمونه ټول ايره ايره شي
بيا به زما د خوږ وطن قيصه ايله خوږه شي

-
بېرته شاته